په امریکا کې د کرونا وايرس له امله پرله پسې په دوېمه ورځ دوه زره کسان مړه شوي، خو بل لور ته صدر ډانلډ ټرمپ ويلي چې هغه د زیارت، پنجشنبې په ورځ د لاک ډاؤن ختمولو پلان لري.
د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په امریکا کې د کرونا وايرس له امله ۳۰ زره ۹۸۵ کسان مړه شوي دي.
په امريکا کې په شپږ لاکه ۳۹ زره ۶۶۴ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.
صدر ډانلډ ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو سره په خبرو کې ويلي، چې هغه د ملکي معیشيت د خلاصولو اراده لري او په دغه اړه به د زیارت په ورځ تګلاره وړاندې کړي.
نوموړي دغه خبره په داسې حال کې کړې چې په امریکا کې د کرونا وايرس نه مړينې دوام لري او په تندۍ سره نوې پېښې هم مخې ته راځي.
په نړۍ کې د کرونا وايرس تر ټولو زیاتې پېښې په امریکا کې مخې ته راغلي دي.
صدر ټرمپ د شورو/ چهارشنبې په ورځ ویلي په ملک کې د کرونا وايرس پېښې روانې دي خو دوی د دغه وبا پرضد مبارزه دومداره ساتي.
هغه ويلي په ځینو رياستونو کې په لاک ډاؤن کې کمی کوي چې د دې مياشتې د اخرې پورې به دا پرېکړه عملي کړی شي.
خبري غونډې ته په وېنا کې نوموړي یو ځل بيا د صحت په نړيواله اداره ټکونه کړي چې په چين کې د کرونا وايرس ښکاره کېدو وروسته هم نړيوالې ادارې د دې وبا پټولو هڅه کړې ده او د هغې له امله فرانس، اټلي او اسپېن سخت اغېزمن شو او هغوی د دې وايرس څخه نه ؤ خبر.
نوموړي د نهې/سه شنبې په ورځ د صحت د نړيوالې د مرستو ودرولو اعلان کړی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيو ګېټرس دغه اعلان ته نامناسبه ويلي د مائيکرو سوفټ مشر بل ګېټس ورته خطرناک ويلي، چين او ايران يې غندنه کړې ده.