لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: مطبوعات اوس د نورو ورځنیو خبرونو په ځای کرونا وایرس ته زیات ځای ورکوي


پېښور ــــ د کرونا وايرس وبا چې په نړۍ کې هر څه بدل کړي دي د هغې سره يې د خبرونو په انداز او شکل کې هم بدلون راوستی دی او اوس د بېلابېلو ورځنیو خبرونو په ځای په اخبارونو کې زياتره خبرونه د کرونا وايرس په باره کې ورکول کېږي.


د تخت بهايي سيمې مختيار علي چې روزانه اخبار لولي وايي له دې وبا نه وړاندې به په اخبارونو کې د ملکي او غېر ملکي سياست، کاروبار او په سيمه کې د روانو کړکېچنو حالاتو په اړه خبرونه چاپ کېدل خو اوس زياتره خبرونه د کرونا وايرس د وبا په اړه ورکول کيږي:


"قومي خبرونه به پکې وو، صوبايي او علاقايي (سيمه یيز) خبرونه به پکې راتلل، نو مونږ به د وفاقي او صوبايي حکومتونو د هلو ځلو نه خبرېدو خو چې کله نه د کرونا وبا خوره شوې ده نو هغه طرف نه بلکل توجه اوړېدلې او اخبار والا دي او که اليکټرانک مېډيا ده ټول دې کرونا وبا اړخ ته راغلي او په دې خبره کېږي".

مختیار وايي چې يو خوا يې د کرونا وايرس له وجې کاروبار اغېزمن شوی دی بل خوا بار بار په اخبارونو او ټولنيزو رسنيو د وبا په اړه خبرونو خورېدو سره يې ذهني تناو سېوا شوی دی:


"يو خوا لاک ډاون دی کور کې ناست يو، بلخوا معاشي مشکلات جوړ شوي دي، نو د دې د لاسه زمونږ په ذهن ډېر زيات بوج راغلې دې، د هغې د وجې نه مونږ چرته پټو ته لاړ شو چې مونږ ته ذهني سکون میلاو شي".

د اخبارونو لوستونکي دا هم وايي چې په پاکستان کې د کرونا وبا خورېدو نه وړاندې به يې په ورځپاڼو کې په افغانستان کې د امن پروسې په اړه د روانو هلو ځلو او په پښتني سیمه د هغې د مثبت اثر په باره کې خبرونه لوستل خو اوس د دوی ټوله توجه کرونا وايرس اړخ ته راګرزېدلې ده او کوشش کوي چې د روانو حالاتو نه ځانونه باخبر وساتي، په دې اړه ممتاز علي- چې روزانه ډول ډول ورځپاڼې لولي- وي او اې ډيوه ته وويل:


"سياسي خبرونه خو وس بلکل څوک نه ګوري ځکه چې کرونا وايرس وبا جوړه شوې ده او هر سړی چې په کور کې يا باهر دی هم د دې متعلق ورسره يو تشويش دی چې دا څنګه مسئله ده او په کومه طريقه به ختمېږي اوس چونکې د اخبارونو په مضمونونو يا داسې عام سرخيانو کې د کرونا په باره کې ټولې خبرې راځي او خلکو ته د دې نه ډېر غټ معلومات مېلاويږي، ماهرين خپلې رایې هم ورکوي هغه شان خلک بيا تدابير اختياروي".

ويل کېږي چې په نړۍ کې د کرونا وايرس له امله په رويو کې بدلون راغلی دی، په انساني رويو کې له بدلون راتلو سره د مطبوعاتو رويې هم بدلې شوې دي او د تېر وخت په پرتله اوس په نړۍ کې زيات خبرونه د کرونا وايرس خوريږي او يو شمېر مطبوعاتي ادارو په خپلو ویبپاڼو د دې دپاره ځانګړې برخې (پورټلې) هم جوړې کړي او نېغ په نېغه د دې په اړه خبرونه ورکوي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG