لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په برتانیه کې لاک ډاون نور هم اوږدېږي


واشنګټن: د برتانیې حکومت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، چې دوی به په ټول هېواد کې د لاک ډون وخت نور هم اوږد کړي تر څو د کرونا وایرس د خپرېدو مخنیوی وشي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر په لندن کې له لېرې څخه یوې خبري غونډې ته وویل، چې د بیړنیو حالاتو لپاره د برتانیې ساینسي ډلې خبرداری ورکړی چې په اوسنیو لګېدلو محدودیتونو کې نرموالی به د خلکو روغتیا او د برتانیې اقتصاد دواړو ته زیان ورسوي.

راب وویل، په برتانیه کې تر اوسه پورې له کرونا وایرس څخه ۱۳۷۲۹ کسان مړه شوي‌ دي او پرې د اخته کسانو شمېر ۱۰۳۰۹۳ ته رسېدلی دی.

د بهرنیو چارو وزیر د کرونا د وبا په وړاندې د حکومتي غبرګون رهبري کوي په داسې حال کې چې لومړی وزیر بوریس جانسن له کرونا څخه د ښه کېدو په حال کې دی.

په برتانیه کې د مارچ له ۲۳ نېټې څخه لاک ډاون لګېدلی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG