واشنګټن: په داسې حال کې چې امریکا د هېواد دننه د کرونا وایرس په جګړه کې ده، ایران، روسیې او شمالي کوریا په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یو شمېر پارونکي کارونه کړي دي.
د امریکا ددفاع وزیر مارک ایسپر د زیارت یا پنجشنبې په ورځ له ان بي سي سره په یوې مرکه کې وویل، "زه بشپړ ډاډ لرم چې مونږ سل فیصده د هر ډول ګواښ او هر ډول مخالف مقابلې ته چمتو یو."
پنټګان د هغې وېډیو لېنک هم خپور کړی په کوم کې چې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ایران د انقلابي ګارد د یولسو کښتیو لخوا په فارس خلیج کې امریکايي سمندري بیړیو ته څېرمه خطرناک او پارونکي مانورونه کړي دي.
بل پلو د مدیترانې سمندر پر سر په نړیوالې فضا کې یوې روسي جټ الوتکې د امریکا یوې څارګرې P-8A ډوله الوتکې ته په خطرناکه توګه مزاحمت کړی.
د یادې څارګرې الوتکې عمله واييو چې له پېښې وروسته تر ۴۰ دقیقو پورې د دوی د الوتکې ټربیولنس یا توله خرابه شوې وه.
د اروپا او ناټو لپاره د امریکا د قومندانۍ مشر جنرال ټاډ والټر دغه ګام یو بدمرغه او غیر مسلکي وګاڼه او وویل چې له ماسکو سره په دې اړه د امریکا نارضایتي شریکه شوې ده.
روسیې همدارنګه د شورو یا چهارشنبې په ورځ د سټلایټ ضد توغندي ازموینه هم کړې ده.
تر دې یوه ورځ وړاندې شمالی کوریا د جاپان سمندر ته لنډ واټن ویشتونکي کروز توغندي توغولي دي.
امریکايي چارواکو ویلي، چې له داسې کارونو سره یواځې په سختو حالاتو کې د امریکايي پوځ د تیارۍ ارزونه کېږي.