لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپولې تړل کیدو له امله افغانستان کې دبند پاتې شوؤ پاکستانیانو خپل هیواد ته دستنېدلو لړۍ پیل شوه


دپاکستان اؤ افغانستان دګډې پولې تړل کیدو له امله افغانستان کښې دایسار پاتې شوؤ سلګونو پاکستانیانو د تورخم پولې د لیارې خپل هیواد ته دستنېدو لړۍ پیل شوه.

چارواکي وایي افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستانیان به به درېوؤ پړاوؤنو کې خپل هیواد ته راستنولی شي.

د وي او ای ډيوه دخبریال ابراهیم شینواري له مخې دجمعې په ورځ شاوخوا دوه سوه کسانو له, چې زیاتره ټرانسپورټران پکښي شامل وؤ, دتورخم له لارې پاکستان ته د راتلو اجازه ورکړې شوه.

دغه کسان پاکستان ته له را اوښتو ورسته د تورخم پولې نه نیغ لنډیکوتل کښي جوړ کړل شوؤ قرنطین مرکزونو ته لیږدول شوي چې دچارواکو په وینا دغلته به یې معائنات کولی شي ترڅو معلومه کړل شي چې دکرونا په وائروسو خو نه دي اخته شوي.

چارواکي وایي چې د د راتلونکی ګل اؤ چارشنبې په ورځو به نور پینځه، پینځه سوه پاکستانیان بیرته خپل هیواد ته راستنولی شي.

ددې ترڅنګ نن دجمعې په ورځ پاکستان هاغه۲۳۷ د تبلیغي جماعت افغانان هم بیرته خپل هیواد ته ولیږل چې د پولې تړل کیدو له امله په پاکستان کښې بند پاتې شوي وو.

د کرونا وائروسو دمخینوي په خاطر پاکستان اؤ افغانستان یو بل سره ګډې پولې تړلې وې چې له امله د دواړو هیوادونو په زرګونو وګړي دپولې دواړو غاړو ته بند پاتې شوي وؤ .

پاکستان دشپږم نه تر نهم اپریل هاغو زرګونو افغانانو ته د تورخم اؤ چمن پولو دلارې خپل هیواد ته دستنېدو اجازه ورکړې وه چې په ویزو پاکستان ته راغلي وؤ اؤ دلته دپولو تړل کیدو له امله بند پاتې شوي وؤ

XS
SM
MD
LG