لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت: د طالبانو په 60 خوشي کړو کسانو کې 19 پوځیان او نور عام خلک دي


واشنګټن ــــ په دې وروستیو کې د افغان طالبانو او افغان حکومت تر منځ د بندیانو تبادله پیل شوې او دواړو یو د بل لسګونه بندیان خوشي کړي دي، خو یو ځل بیا په دې کې له دې کبله اختلاف پیدا شوی چې د افغان حکومت په وینا طالبانو بندي پوځیان نه بلکې اکثر یې عام خلک خوشي کړي‌ دي.

د افغان حکومت په وینا طالبانو تر اوسه په کندهار او لغمان ولایتونو کې له ځانه سره ساتلي ۶۰ تنه بندیان خوشي کړي دي. د افغان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د شنبې- خالي په ورځ رسنیو ته وویل، چې په دغو کې عام خلک ډېر دي:

"له کندهاره په 20 خوشي شوو کسانو کې 10 پوځیان او 10 عام کسان دي، له لغمانه په 40 ازاد شوو کسانو کې هم یواځې نهه تنه پوځیان دي، نور 10 عام کسان او 12 هغه ځایي پولیس دي چې خپله طالبانو ته تسلیم شوي‌ وو".

جاوید فیصل وایي طالبانو چې کوم کسان خوشي کړي په هغوی کې داسې کسان هم شته چې د امریکې او طالبانو تر منځ د سولې تر تړون وروسته دې ډلې تښتولي وو او له ځانه سره ساتلي‌ وو. وایي دوی په وروستیو کې عام خلک د افغان پوځیانو په نامه نیسي او په دې توګه د 1000 بندي پوځیانو شمېر په عامو خلکو پوره کوي.

طالبان چې د افغان حکومت کوم بندیان خوشي کوي هغه مخامخ افغان چارواکو ته نه بلکې په افغانستان کې نړیوالې مرستندویې ادارې سره صلیب ته سپاري او هغوی یې بیا افغان چارواکو ته سپاري. جاوید فیصل تور پورې کړ، چې طالبانو په وروستیو کې نیولي کسان ځورولي‌ دي:

"د سره صلیب له ادارې غواړو چې د ټولو اصولو سره سم له طالبانو دا غوښتنه وکړي چې په بند کې ساتلي بندیان دې نه ځوروي".

جاوید فیصل وایي له پوځیانو پرته چې کوم سرکاري کسان طالبانو خوشي‌ کړي له هغوی به اوس پلټنې کوي او کېدای شي ځینې یې بیرته بندیان کړي.

د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د بندیانو د تبادلې شرط د امریکې او طالبانو د سولې په تړون کې ایښودل شوی وو او موافقه شوې وه چې افغان حکومت به په بېلابېلو زندانونو کې ساتلي 5000 بندیان خوشي کوي او طالبان به د افغان حکومت 1000 تنه بندیان خوشي کوي.

افغان حکومت په تېرو څو اوونیو کې په درو برخو کې طالب بندیان خوشي‌ کړي چې شمېر یې 360 ته رسېږي او ټاکل شوې چې له طالبانو سره تر رسمي خبرو مخکې 1500 بندیان خوشي کړي خو له څو ورځو راهیسې دا لړۍ بیا تم شوې ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي، د طالبانو بندیان د هغوی عمر، د قید مودې او روغتیایي حالت ته په کتو په ورو- ورو خوشي کوي او دا باوري کوي چې هغوی به بیا د جګړې ډګر ته نه ور ستنېږي.

فیصل وایي دوی طالبانو ته د خپلو هغو 1000 تنه افغان پوځیانو لیسټ ورکړی چې طالبانو وخت په وخت نیولي دي خو وایي تر اوسه په هغوی کې یو هم نه دی خوشي شوی.

طالبانو تر اوسه د افغان حکومت د دې دعوې په اړه څه نه دي ویلي چې ګواکې دوی پوځیان نه بلکې اکثر یې عام خلک خوشي کړي دي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې عسکر او پولیس یې خوشي کړي او هغوی ته یې یوه- یوه جوړه جامې او د لارې پینځه زره افغانۍ خرڅ ورکړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG