لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کاناډا په ډزو کې د مړو شمېر ۱۸ ته ورسېده


واشنګټن: د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو وايي، په نووا سکوشیا ولایت کې د یکشنبې یا اتوار د ورځې په ۱۲ ساعته ډزو کې چې د کاناډا د تاریخ تر ټولو بده پېښه ګڼل کېږي د مړو شویو کسانو شمېر ۱۸ ته پورته شوی.

ټروډو د ګل یا دوشنبې په ورځ له دغې خونړۍ پېښې یوه ورځ وروسته ملت ته په وینا کې وویل، "داسې پېښه باید هېڅکله نه وای شوې. هر ډول تاوتریخوالی په کاناډا کې ځای نه لري."

په دغه پېښه کې یو بریدګر چې د پولیسو جامې یې اغوستې وې، پر خلکو په کورونو کې ډزې وکړې، اورونه یې واچول او د یوې ۲۳ کلنې پولیسې په ګډون یې لږ تر لږه ۱۸ کسان ووژل.

پولیسو ویل، دغه پېښه د شنبې یا خالي په شپه د د هالي فکس څخه ۱۰۰ کیلومټره شمال ته د پورټپېک په نامه په یو لېرې ښار کې پيل شوې وه.

پولیسو ویل، د پېښې ځای ته له رسېدو سره یې د کور دننه او باندې مړي وموندل.

نور مړي بیا د پېښې له ځای څخه ۵۰ کیلومټره واټن کې په یو شمېر نورو سیمو کې هم موندل شوي دي.

چارواکي داسې باور لري چې برید کونکي لومړی خپل لومړني قربانیان په نخښه کړي دي او بیا یې په لاره کې په هر چا باندې ډزې کړي دي.

د پېښې په ځای کې ګڼ کورونه هم سوزېدلې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG