لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خوست:د والي اؤ ملي اردو په موټرو بمي بریدونه شوي،دعسکرو په ګډون اته تنه ژوبل


دافغانستان سویلي خوست ولایت کې نن سه شنبې په سهار ددې ولایت د والي دموټرو په کاروان دموټربم برید شوی چې پخپله والي له دغه بریده روغ وتلی خو ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

دخوست د والي ویاند طالب منګل رسنیو ته په لیږل شوي بیان کې ویلي د والي دموټرو په کاروان داداري کمپلبکس په سړک دموټربم برید هغه مهال رامنځته شو چې والي محمد حلم فدایي له کور څخه ددفتر په لوري روان و.

نوموړی وايي دموټربم له بریدڅخه دخوست والي روغ وتلی خودهغه دوه ساتونکي چې په دوو زغروالو موټرو کې سپارو ټپیان شوي دي.

طالب منګل زیاته کړه دماین په دې چاودنه کې ۳ تنه ولسي وګړي چې دوه ماشومان یوه ښځه ده هم ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې دافغان پوځ چارواکی وايي نن سهار دخوست په ښارکې دملي اردو په موټربمي چاودنه شوې.

په سویل کې د ۲۰۳ تندرقول اردو ویاند جګړن ایمل مومند وي او ای سره په خبرو کې ویلي دملي اردو په موټر دشوې بمي چاودنې په پایله کې ۳ تنه دپوځ سرتیري ټپیان شوي دي.

د دې دواړو پیښو مسئولیت تراوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

دافغانستان په ګنو ولایتونو کې دجګړو،چاودنو او په تشدد پیښو کې زیاتوالی راغلی او په دې وروستیو کې دطالبانو په بریدونو کې د ولسي خلکو په ګډون په لسګونو امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله رسیدلې.

دهیواد وروستی امنیتي وضعیت ته په کتو دافغانستان ددفاع وزارت ویلي طالبانو دسولې له تړون څخه چې له امریکا سره یې لاس لیک کړی سرغړونه کړې ده.

دفاع وزارت ویلي دسولې په لاس لیک شوي تړون کې طالبانو د تاوتریخوالي دکمیدو ژمنه کړې وه خوله یاد تړون وروسته پرافغان امنیتي ځواکونو د طالبانو په بریدونو کې هیڅ کموالی نه دی راغلی.

دامریکا اوطالبانو ترمنځ دسولې موافقه دفبروری په ۲۹مه په قطرکې لاس لیک شوې او تمه کیده چې له یاد تړون لس ورځې وروسته به دافغان حکومت اوطالبانو ترمنځ دسولې مذکرات پیل شي خو تراوسه یې دپیل برخلیک نه دی معلوم.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG