لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بې سرحده خبریالان: پاکستان د مېډیا د ازادۍ په برخه کې درې درجې نور لوېدلی


اسلام اباد ــــ د بې سرحده خبریالانو (رپورټرز ود اوټ بارډرز) په نوم د خبریالانو د حقونو نړیوال تنظیم ویلي، چې پاکستان د مېډیا د ازادۍ په برخه کې د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې د خپل تېر نمبر په نسبت ۱۴۵ ته را کوز شوی او درې درجې نور هم کښته تللی دی.

دې تنظیم پخپلو تازه رپوټ کې ویلي، چې په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند د حکومت له راتلو سره له تېرو دوو کلونو راهیسې د دې هېواد مېډیا خصوصاً شخصي ټیلیویژنونو تر سختو بندیزونو لاندې دي او ګڼ شمېر خبریالان له خپلو روزګارونو ایستل شوي‌ دي.

د پاکستان په کچه د خبریالانو د تنظیم پي ایف یو جې پخوانی مشر افضل بټ وایي، چې د موجوده حکومت د مېډیا د کنټرولولو هڅې پټې نه پاتېږي. بټ د بې سرحده خبریالانو تازه رپوټ ته په اشارې سره وایي، همدغه وجه ده چې په نړۍ کې د پاکستان بد انځور مخې ته راځي:

"د دغو اقداماتو له وجې به په نړۍ کې پاکستان بدنامېږي هم او د مېډیا د ازادۍ په اړه به له ستوځو سره هم مخ کېږي".

د بې سرحده خبریالانو په رپوټ‌ کې ویل شوي چې پر ټولنیزو رسنیو د حکومت او نورو ریاستي ادارو باندې تنقید کوونکي یو شمېر ناقدین د پاکستان پرېښودو ته مجبوره شوي دي.

د خبریالانو د تنظیمونو مشران تور لګوي چې اوسنی حکومت اوس ورځپاڼو او شخصي ټیلیویژنونو ته اشتهارونه نه ورکوي چې وایي له کبله یې خبریالان او په مېډیا کې نور کارکوونکي کسان له سختو اقتصادي‌ ستونځو سره مخ دي.

افضل بټ وایي تېر کال هم په امریکا کې له وزیراعظم عمران خان نه د مېډیا د ازادۍ په اړه پوښتنې شوې وې او نړیوالې ادارې هم وخت په وخت دا معامله را اوچتوي خو وایي حکومت ورباندې هیڅ پروا نه کوي.

خو پر دې هر څه برسېره د پاکستان مرکزي حکومت د مېډیا د ازادۍ دفاع کوي او د خبریالانو د ځورولو او د مېډیا د کنټرول تورونه بې ځایه ګڼي.

د اطلاعاتو مرکزي وزیره فردوس عاشق اعوان وایي،‌ وزارت یې هڅه کوي چې د مېډیا ادارې خپلو خبریالانو ته د هغوی پاتې تنخواوې ورکړي او زیاتوي چې مرکزي حکومت د جیو ټیلیویژن د مالک میر شکیل الرحمن له ګرفتارۍ سره هیڅ‌ تړاو نه شته او هغه د احتساب مرکزي ادارې نیولی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG