د صحت د نړيوالې ادارې يو چارواکي ويلي کوم هېوادونه چې په لاک ډاؤن کې نرمي کوي دوی به د کرونا وايرس بيا سېوا کېدو د خطرې سره مخ کيږي.
د لويديځ بحرالکاهل دپاره د صحت نړيوالې ادارې مشر ډاکټر تاکيشي کاسايي ويلي دا په لاک ډاؤن کې د نرمۍ وخت نه دی د دې په ځای به د يوې مودې پورې د ځانونو په نوي طرز د ژوند تېرولو دپاره تيارول اړين وي.
هغه دا خبره په داسې حال کې کړې چې د امریکې په ځينې رياستونو کې د لاک ډاؤن پرضد مظاهرې کيږي او په ځينې اسیايي او يورپي هېوادونو کې په لاک ډاؤن کې په نرمۍ کولو غور کيږي.
د صحت نړيوالې ادارې خپل يو پلاوی يورپي ملک بېلاروس ته لېږلی چې د دغه ملک صدر ته د لاک ډاؤن کولو اووايي خو صدر لوکاشینکو ويلي، اداره ورسر ه مينه نه کوي دا نړيواله اداره ده او په دې کې سياست هم کيږي.
په جنوبي کوريا کې د پينځمې مۍ نه د بېس بال سيالۍ پېل کيږي او د دغو سياليو ليدو ته خلکو ته د راتګ اجازت ورکړی شوی دی.
د کرونا وايرس نه تر ټولو زيات اغېزمن هېواد اټلي وزيراعظم جوزپی کونټي ويلي د پوهانو سره د مشورې وروسته به د روانې اوونۍ د اخرې پورې وويل شي چې په قلار قلار ملک څنګه پرانستل شي.
په مسلمان هېوادونو کې د روژې په مياشت کې سعودي عرب په ګرځبنديز کې د نرمۍ کولو ويلي او پاکستان کې هم په جوماتونو کې د غونډو جوړولو اجازت ورکړی شوی دی.