لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ او عمران خان په ټلیفون د کرونا وایرس د مخنیوي پر ګډه مبارزه سلا شوي


واشنګټن ــــ د پاکستان وزیراعظم عمران خان نن د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته ټلیفون کړی او د کرونا وایرس په ضد مبارزې تر څنګ یې د سیمې او نړۍ پر اقتصاد د دې وبا د اغېز او سیمه ییز امنیت په اړه هم ورسره خبرې کړې دي.

د سپینې ماڼۍ له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي، چې دواړه مشران په خپلو هېوادونو کې د کرونا وایرس د مخنیوي پر هڅو ږغېدلي او د دې نړیوالې وبا د ختمولو په برخه کې پر ګډ کار کولو سلا شوي دي.

امریکا دا مهال تر ټولې نړۍ له کرونا وایرسه زیاته اغېزمنه ده چې اته لکه لس زره کسان یې په دې ناورغۍ اخته شوي او تر ۴۵ زره زیات یې مړه شوي دي، همدارنګه په پاکستان کې هم په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۰۱۳۰ ته رسېدلی او ۲۱۲ کسان یې مړه شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې چې پکې ویل شوي، عمران خان په امریکا کې له کرونا وایرسه د زیاتو خلکو پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د هغوی کورنیو ته یې تسلیت ویلی.

په ټلیفوني خبرو کې عمران خان د ولسمشر ټرمپ مننه کړې چې د پیسو له نړیوالې ادارې (ای ایم ایف) څخه یې په قرضه اخیستلو کې د پاکستان ملاتړ کړی، وایي دا قرضه به په راتلونکې کالنۍ بودیجه او د کرونا وایرس په ضد مبارزه کې له پاکستان سره زیاته مرسته وکړي.

د امریکې د حکومت له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې عمران خان او ډانلډ ټرمپ د امریکې او پاکستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د لاک ډاون له کبله پېښ شوي اقتصادي بحران ته په کتو په دواړو هېوادونو کې د اقتصادي اغېز پر کمولو هم موافقه کړې ده.

د سپینې ماڼۍ په خبر کې دا هم ویل شوي چې دواړو مشرانو د سیمه ییز امنیت او نورو دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه هم خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، عمران خان ولسمشر ټرمپ ته یو ځل بیا د افغان سولې په بهیر کې د پاکستان د دوامدار ملاتړ باور ورکړ او ورته ویې ویل چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو راتلونکی پړاو به ډېر اهمیت ولري.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG