لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وايرس: په نيويارک کې مړي ۱۵زرو ته رسېدلي، د دوه نيم لاکه نه زيات پرې اخته


د امريکا په نيويارک ايالت کې چارواکي وايي، د کرونا وايرس له امله د مړو شمېر د ۱۵ زره نه زيات شوی دی خو د ګورنر اندريو کومو هيله څرګندوي چې اوس په ايالت کې بد وخت په ختمېدو دی، خلک بايد لږه موده نور احتياط وکړي.

له دې وړاندې نوموړي ويلي وو، په روغتونونو کې په کرونا وايرس د اخته کسانو شمېر په کمېدو دی، په بيړني ځايونو کې هم اوس ګڼه کمه شوې ده خو ښاغلی کومو وايي اوس هم د دې رنځ قابو کولو په يواځې ممکنه نه ده، له واشنګټن د امداد په هيله يو.

بل اړخ ته چارواکي وايي، د کرونا وايرس نه تر دې دمه په ايالت کې د دوه لاکه ۵۷ زرو نه زيات کسان اغېزمن دي خو د اپرېل د ۲۱م وروستو په دې شمېره د ورځې په بنياد کمی راغلی دی.

د دې ترڅنګ د سه شنبې يا نهې په ورځ د نيويارک ګورنر اندريو کومو د صدر ډانلډ ټرمپ سره هم ليده کاته کړي او مرکزي حکومت په دې رضا شوی ؤ چې هغوي به د نيويارک ايالت سره مرسته کوي چې داسې د ورځې په بنياد د ټيسټونو شمېر تر ۴۰ زرو ورسول شي.

د دې ترڅنګ د نيويارک ښاروال بل ډي بلاسيو ويلي، د جون د مياشتې لپاره ټولې غونډې ځنډول شوې دي خو د ګرمۍ په موسم کې به حالات بدل وي. په ټولنيزو رسنيو ټوئټر هغه ليکلي، "روان کال به د ګرمۍ په موسم کې ښار بدل وي خو وعده کوو چې د جولايۍ په څلورمه نېټه جشن وکړو."

څلورمه جولايي ۱۷۷۶م کې امريکې له برطانيې نه ازادي ترلاسه کړې وه او هر کال په رسمي توګه په ټول ملک کې دا ورځ نمانځل کېږي.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG