لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پښتونخوا کې د ډاکټرانو په ګډون 32 روغتیایي کارکوونکو ته کرونا وایرس ور پورې شوی


پېښور ــــ د خېبر پښتونخوا د ډاکټرانو اتحاديې د شمېرو تر مخه د صوبې په کچه د کرونا وايرس نه د طبي عملې 32 غړي متاثره شوي دي، وایي په دغو کې 19 ډاکټران، 9 د نرسنګ او درې د پېرامېډيکل سټاف غړي او يو د وارډ اردلي شامل دي.

شمېرې ښيي چې تر ټولو زياته طبي عمله د پېښور ښار په هسپتالونو کې د کرونا وايرس نه اغېزمنه شوې ده.

د پېښور خېبر مېډيکل پوهنتون د عامې روغتيا (پبلک هیلت) د څانګې مشر پروفېسر ضياالحق وي او اې ډيوه ته وويل، د درملنې په مهال د کرونا وايرس نه په اول پړاو کې ډاکټران او طبي علمه ډېره متاثره کېږي، باید چې د ځانونو خوندي ساتلو حفاظتي سامان ورکولو تر څنګ دوی ته د صحت نړيوالې ادارې د اصولو مطابق تربيت هم ورکړل شي.

د هغه په وینا په هسپتالونو کې د ناروغیو د مخنيوي نظام جوړول ډېر ضروري دی ځکه چې وایي‌ دا يواځې د ډاکټر يا د طبي عملې کار خو نه دی بلکې د دې د پاره پوره يو ساینس کارول کېږي.

نوموړي زياته کړه چې څومره زيات احتياط په کورنټين مرکزونو کې وشي هغومره به هسپتالونو ته رنځوران کم راځي او په صحت عمله به بوج کم وي. دی وايي د کرونا مشکوکو ناروغانو د ټیسټونو او معاینې دپاره ځانګړي مرکزونه ټاکل مهم دي:

"مونږ دا وايو چې کوم تن سخت بيمار نه دی هسپتال ته د هغه د راوستو ضرورت نه شته، د دوی دپاره په سکولونو کالجونو کې ايسولېشن مرکزونه جوړ کړل شي او هلته د عمومي ناروغیو ډاکټران د دوی علاج کوي او په هغو کې چې کوم سختېږي نو هغه مريضان بيا هسپتال ته راوستل پکار دي نو دې سره به په هسپتال کې په ډاکټر بوج کم وي، د مريضانو نه نمونې هم د هسپتال په ځای هلته اخېستل پکار دي".

د ډاکټرانو د صوبايي اتحاديې مشر ډاکټر امير تاج وايي په لاک ډاون کې نرمي او د خلکو له خوا احتياط نه کولو له کبله دا وايرس په تېزۍ خوريږي. دی زياتوي که چرې مريضان همداسې په تېزۍ زیاتېږي نو له دې سره به د صحت نظام د خطر سره مخ شي:

"دا يو مياشت دوه چې دي په دې کې د بيمارۍ چې کوم رجحان روان دی په دې کې به داسې حالات جوړ شي چې بيا به دا څوک هم نه شي قابو کولای او که داسې حال روان وي نو زما دا خيال دی چې ۱۵ نه ۲۰ فيصده پورې د صحت عمله به د دې نه متاثره شي".

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې سېکټري سيد امتياز حسين شاه وايي، په هسپتالونو کې طبي عملې ته حفاظتي سامان ورکړل شوی دی او دې سره سره نور سهولتونه به هم ورکول شي:

"په بنيادي توګه ټولو ډاکټرانو سره د ځانونو د خوندي کولو شيان شته، خو څومره چې د يو کس له نورو خلکو سره تګ راتګ زيات وي هغه ته په اسانۍ دا وايرس لګېدلای شي، د ډاکټرانو کردار په دې وخت کې د ستاینې وړ دی او ځينې ډاکټران په روغتونونو کې نه بلکې بهر د دغه وايرس نه اغېزمن شوي دي"

د هسپتالونو نه د کرونا وبا خورېدو د مخنيوي دپاره د صوبې په غټو هسپتالونو کې د او پي ډيانو په ځای عامو خلکو ته د علاج د اسانتیاوو دپاره د ټيليفون او انټرنټ د لارې علاج کول شروع کړل شوي دي چې مقصد يې د عامو ناروغیو بيماران د هسپتال نه لرې ساتل او په هسپتالونو بوج کمول دي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG