واشنګټن ـــ د کرونا وایرس په مهال په نړۍ کې د لاک ډاون یا ټولبند له کبله په اربونو خلک د بې روزګارۍ له کبله په کورونو کې بند پاته دي، چې له کبله د نورې نړۍ غوندې په پاکستان کې هم کورنی تشدد زیات شوی دی.
ملګرو ملتونو هم دوې اوونۍ وړاندې پخپل یوه رپوټ کې خبرداری ورکړی وو، چې د کرونا وایرس له کبله خراب اقتصادي حالات په ټولنه کې کورنی تشدد زیاتېدلای شي او پر هېوادونو یې ږغ کړی وو چې د دې د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي.
ځینې ناتایید شوي رپوټونه وایي چې د کرونا وایرس د لاک ډاون په مهال په پاکستان کې د کورني تشدد په نتیجه کې ښځې وژل شوې هم دي. په خیبرپښتونخوا کې د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې ادارې (عورت فاونډېشن) کارکوونکې صایمه منیر وایي:
"یو خو هسې هم دلته په خیبرپښتونخوا کې کورنی تشدد او د ښځو وهل ټکول ډېر زیات دي، خو نن سبا حالات که وګورئ ټیکسي ډرېور، مزدور او نور غریب کسان چې روزګار یې ختم شوی او زیات اقتصادي فشار ورباندې راغلی نو له دې کبله په کورنیو کې تشدد زیات شوی او نور به هم زیاتېږي".
په اسلام اباد کې د بشري حقونو د کارکوونکې ادارې (بیداري) مشره عنبرین عجایب وایي، په پاکستاني ټولنه کې په کورونو کې پر ښځو تشدد یوه معمولي خبره ګڼل کېږي او په اوسنیو حالاتو کې په کورونو کې د ناستې او اقتصادي بدحالۍ له کبله له نارینه وو سره بې له کورني جنجال او تشدده بله لار نه وي:
"موږ ته چې کوم شکایتونه راځي ښځې وایي پخوا به نارینه له کوره بهر په کار پسې تللي وو خو اوس چې هغوی ټوله ورځ په کور کې وي نو په غصه وي او له دې کبله جګړه شروع شي".
عنبرین عجایب وایي، که څه هم د پاکستان حکومت تر اوسه په کرونا وایرس کې د کورني تشدد په اړه څه شمېرې نه دي را غونډې کړې خو وایي د دوی ادارې ته له رسېدلیو شکایتونو، د تاڼو او مطبوعاتو له رپوټونو پرته ګڼ شمېر داسې پېښې هم دي چې بېخي رپوټ شوې نه دي.
د پاکستان غوندې په چین، ایټلي، جرمني، برتانیا، برازیل، امریکا، اسټرېلیا او یو شمېر نورو هېوادونو کې په تېره مارچ میاشت کې په کورني تشدد کې د زیاتوالي رپوټونه ورکړل شوي او داسې هم ویل شوي چې په هرو درو ورځو کې یوه ښځه د خپل خاوند له لاسه وژل کېږي.