لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو اچ او: د کورونا ممکنه واکسین او درمل باید په ټولو هېوادونو ووېشل شي


واشنګټڼ: د روغتیا نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د نړۍ له مشرانو او خصوصي سکتور سره به په همغږۍ د کورونا وایرس د هر ممکنه واکسین او درمل په مساوي ویشلو کې همکاری وکړي.‌

د ډبلیو اچ او مشر تیدروس ګبریاسس له جینوا څخه د ملګروملتونو له عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش او د اروپايي ټولنې له مشرانو سره د ټیلي کانفرانس له لیارې یوځای شوی وو.

دوی د هغې پروژې اعلان وکړ چې له مخې به یې ټول هېوادونه د کورونا وایرس له وبا سره د جګړې نوي وسایل ترلاسه کوي.

ګوټرېیش ویل، د کورونا وایرس واکسین او درملنه باید د ټولې نړۍ پورې تړاو و لري نه یو هېواد او یا سیمې پورې.

هغه وویل، چې د کورونا وایرس درملنه باید ارزانه، خوندي او اغیزناکه وي او په اسانۍ سره ورکول کېدای شي.

په دغه ټیلي کانفرانس کې د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون، د جرمني چانسلره انګیلا مرکل، د اروپايي کمېسیون مشر او د بېل او مېلانډا ګېټس د فونډېشن استازو ګډون درلود خو د امریکا کوم استازي په دغه اعلان کې برخه نه وه اخېستې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG