لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خليلزاد د نېټو هرکلی کړی، چې په طالبانو يې د تاوتريخوالي کمولو غږ کړی


د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د نېټو هرکلی کړی چې "له طالبانو یې وغوښتل چې اورکم وکړي، له افغان حکومت نه یې وغوښتل چې سیاسي کړکیچ ختم کړي".

نېټو د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې په طالبانو غږ کړی چې تاو تریخوالی دې زر تر زره کم کړي او مذاکراتو ته دې شرایط برابر کړي.

نېټو ویلي ‌چې په افغانستان کې د "طالبانو د تاوتریخوالي‌ اوسنۍ کچه" د منلو وړ نه ده.

نېټو په دغه اعلامیه کې د افغانستان اسلامي جمهوريت په استازيتوب د ټول اړخيزه مذاکراتي ټيم - پلاوي د جوړېدو هرکلی کړی ، او په طالبانو یې غږ کړی "چې پرته له ځنډ دې دغه ټیم سره مذاکرات پیل کړي چې د امریکا - طالبانو د تړون مهمه برخه ده. "

زلمي خليلزاد په ټویټر ويلي، "دوي (نېټو) د COVID-19 د خپریدو د سمبالښت په خاطر د بشري چارو لپاره د یو اوربند پر اړتیا ټینګار وکړ، له طالبانو یې وغوښتل چې اورکم وکړي، له افغان حکومت نه یې وغوښتل چې سیاسي کړکیچ ختم کړي، او وې ویل چې ټولې خواوې باید د بندیانو د خلاصون لپاره نور هم چټک وخوځیږي".

امريکايي استازي ویلي د امریکا او طالبانو توافقنامه د افغانستان لپاره یو تاریخي فرصت برابروي. امریکا او اتحاديان يې او نړيواله ټولنه په افغان مشرانو غږ کوي چې خپل هېواد ته لمړيتوب ورکړي.

طالبانو په روژه کې د افغان حکومت له لوري د اوربند خبره رد کړې ده. افغان حکومت او نورو هیله څرګنده کړې وه چې د کرونا وایرس ګواښ ته به د اوربند په حال کې غوره ځواب ورکړل شي.

افغان حکومت وايي‌ تر دې دمه یې ۵۵۰ طالب بندیان پرېښي دي‌ او ټاکل شوې چې ۹۵۰نور طالبان به هم پرېښودل شي.

طالبانو هم ۶۰تنه پرېښي دي‌ چې افغان چارواکي‌ وایي یوازې ۱۹ کسان یې افغان سرتېري وو.

نېټو په خپلې اعلامیې کې یو ځل بیا د افغانستان سره او افغان ځواکونو سره خپلو اوږد مهاله ژمنو په دوام ټېنګار کړی دی.

نېټو دا مهال په افغانستان کې زرګونه عسکر لري،‌ هیله لري‌ چې له طالبانو سره خبرې نتیجه ورکړي.

XS
SM
MD
LG