لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب په دُرو د مجرم د وهلو سزا ختمه کړه


واشنګټن ــــ په سعودي عرب کې چې اوس هم تر نورې نړۍ زیاتو مجرمانو ته د مرګ سزا ورکول کېږي او ځینې مجرمان یې په دُرو یا متروکو وهل کېږي، د دې هېواد سپریم کورټ اعلان کړی چې نور به په دې هېواد کې هیڅ یو مجرم ته د کوړو یا دُرو سزا نه ورکول کېږي.

د سعودي د بشري حقونو سرکاري کمېشن د شنبې- خالي په ورځ‌ په یوه بیان کې مجرم ته په کوړو د وهلو د سزا ختمول د سعودي د باچا سلمان بن عبدالعزیز او د هغه د زوی ولیعهد محمد بن سلمان د حکومت له خوا یو لوی پرمختګ بللی دی.

د بشري حقونو نړیوال تنظیمونه وخت په وخت په سعودي کې مجرم ته د کوړو ورکولو سزا غندنه کوي، خو وایي اوس هم په دې هېواد کې هغو کسانو ته د مرګ سزا ورکول کېدای شي چې د حکومت د تګلارې خلاف نظر ولري، وایي دا د بنیادي بشري حقونو خلاف کار دی.

د بشري حقوقو د څار نړیوالې ادارې یا هيومن رایټس واچ د سعودي د حکومت د دې ګام هرکلی کړی دی. د دې ادارې یوه مشر ایډم کوګل ویلي، دا کار باید ډېر مخکې لا شوی وای، وایي اوس نو د سعودي د عدالتي نظام- چې له انصافه لرې دی- د اصلاحاتو په مخکې هیڅ خنډ پاته نه دی.

د اې ایف پي خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د سعودي عرب د سپریم کورټ یا ستر عدالت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کوړو ختمولو د پرېکړې مقصد یې د بدني سزاوو په ضد د نړیوالو حقونو پر اصولو عمل کول دي.

تر دې وړاندې په سعودي کې له واده پرته د جنسي اړیکو له ثابتېدو نیولې د قتل تر مجرمانو پورې ټولو ته په دُرو یا کوړو د وهلو سزا ورکول کېدله، چې دغه کوړې به کله کله سلګونو ته ورسېدې.

د سعودي لوی عدالت ویلي چې له دې وروسته به قاضي په داسې جرمونو تورنو کسانو ته د نغدو پیسو یا په زندان کې د بند سزا اوروي.

په سعودي کې د کوړو وهلو سزا هغه وخت هم په نړیواله کچه تر بحث لاندې راغله او وغندل شوه چې د سعودي مشهور بلاګ لیکونکي رایف بداوي ته په 2014م کال کې پر ټولنیزو رسنیو د مذهب د سپکاوي په تور د لس کالو بند او د زر دُرو وهلو سزا واورول شوه.

سعودي په دُرو او متروکو د وهلو سزا په داسې وخت کې ختمه کړې چې په 2013م کال کې نیول شوی د دې هېواد د بشري حقونو یو مبارز عبدالله الحامد په تېرو ورځو کې د ګوزڼ یا فالج له کبله په زندان کې مړ شو.

پر 69 کلن عبدالله الحامد تور وو چې د سعودي شاهي نظام نه مني او خلک بدامنۍ ته پاروي او په همدې تور 11 کاله د بند سزا ورته اورول شوې وه. د عبدالله تر مړینې وروسته د سعودي پر حکومت په نړیواله کچه سختې نیوکې وشوې.

د سعودي د شاهي حکومت په ضد د بشري حقونو د سرغونو شکایتونه هغه وخت لا زیات شول چې د 2017م کال په جون میاشت کې باچا سلمان خپل زوی محمد بن سلمان د ځان ولیعهد یا ځایناستی وټاکه، خو محمد بن سلمان په تېرو څو کلونو کې نړیوالو قوانینو ته په پام پخپلو هغو قوانینو کې اصلاحات راوستي چې په نړیواله کچه نیوکې ورباندې کېږي.

محمد بن سلمان په 2016م کال کې په خپل هېواد کې په اقتصادي او ټولنیزو اصلاحاتو پیل وکړ. د ۲۰۱۸م کال په جنورۍ کې د دې هېواد ښځو ته اجازه ورکړل شوه چې د فوټبال په نړیوال میدان کې لوبه وګوري او په همدې کال ښځو ته د موټر چلولو اجازه هم ورکړل شو.

په سعودي کې پخوا ښځو د کورنۍ له نارینه غړو پرته سفر نه شو کولای، خو په 2019م کال کې د سعودي حکومت دا بندیز هم لرې کړ او د دې تر څنګ هوټلونو کې دا بندیز هم ختم شو چې ښځې به له نارینه وو جلا ډوډۍ خوري.

خو په ټوله نړۍ کې چې پر سعودي زیاتې نیوکې کېږي هغه هر کال زیات شمېر خلکو ته د مرګ سزا ورکول دي. د بخښنې د نړیوال سازمان ایمنیسټي انټرنېشنل د شمېرو له مخې سعودي یواځې په تېر 2019م کال کې 184 کسانو ته د مرګ سزا ورکړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG