لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې په دوو جلا پېښو کې 3 پوځیان او 8 وسلوال وژل شوي


ډېره اسماعیل خان ــــ په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو او وسلوالو تر منځ په دوو جلا پېښو کې درې پوځیان او لس وسلوال وژل شوي دي.

د رپوټونو له مخې لومړۍ پېښه د شمالي وزیرستان د دته خېل تحصیل په توت نري سیمه کې شوې، چې وسلوال پر امنیتي ځواکونو برید کړی او دوه پوځیان یې وژلي دي.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو په بنیاد پاکستاني امنیتي ادارو هم پر وسلوالو ځوابي ډزې کړې چې وایي په نتیجه کې یې ۹ تنه وسلوال وژل شوي دي.

دویمه پېښه د شمالي وزیرستان په میرعلي کې شوې چې یو پوځي پکې وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی، همدارنګه یو وسلوال هم پکې وژل شوی دی.

تر اوسه دا نه دي ویل شوي چې د دغو دواړو پېښو وسلوالو له کومې ډلې سره تړاو درلود، خو په وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځ د اکثرو بریدونو ذمه واري د پاکستاني طالبانو حزب الاحرار ډلې پر غاړه اخیستې دي.

په روانه اپرېل میاشت کې په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو څلور بریدونه شوي دي چې پکې امنیتي سرتېري او وسلوال دواړه وژل شوي او ژوبل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG