لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان کې ۱۳زره ۲۸۶ کسان کرونا وايرس اغېرمن کړي، ۲۸۱ مړه
تازه خبر

پاکستان کې ۱۳زره ۲۸۶ کسان کرونا وايرس اغېرمن کړي، ۲۸۱ مړه


په پاکستان کې د کرونا وايرس نه نور ۱۲ تنه مړه شوي او په ملک کې په ۱۳زره ۲۸۶ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې په تېر شوا روز کې نور ۱۲ تنه د کرونا وايرس نه مړه شوي او په ۶۳۹۱ترسره شوؤ ټېسټونو کې په ۶۰۵ نورو کسانو کې د وايرس پخلی شوی دی.

په ملک کې د کرونا وايرس نه د صحتمند شوؤ شمېره ۳۰۲۹ ته رسېدلې ده.

خېبرپښتونخوا

په خېبرپښتونخوا صوبه کې د اتوار/ يکشنبې په ورځ د کرونا وايرس نه نور پينځه تنه مړه شوي او په صوبه کې د کرونا نه د مړه شوؤ ټوله شمېره ۹۸ ته رسېدلې ده.

په صوبه کې په ۷۱ نورو کسانو کې دکرونا وايرس د پخلي سره ټوله شمېره ۱۸۶۴ ته رسېدلې او ۵۱۵ ترې صحتمند شوي دي.

سند

په سند صوبه کې د اتوار په ورځ تر ټولو زیات په ۳۸۳ نورو کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي چې ورسره په دغه صوبه کې د کرونا وايرس پېښې ۴۶۱۵ ته رسېدلې دي.

په صوبه کې په وایرس اخته درې نور تنه مړه شوي چې ورسره ټوله شمېره ۸۱ ته لوړه شوې ده.

پنجاب

په پنجاب کې پرون په نورو ۶۸ کسانو کې وايرس مثبت شوي شوي او دوه نور تنه ترې مړه شوي دي.

په پنجاب کې د کرونا وايرس نه ټول ۸۳ تنه مړه شوي او ۵۴۴۶ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

بلوچستان

بلوچستان کې د کرونا نه د دوه نورو تنانو د مړه کېدو سره ټوله شمېره ۱۳ او په ۴۷ کسانو د وايرس مالومېدو سره ټول ۷۸۱ کسان اغېزمن شوی دي.

اسلام اباد او ګلګت کې د کرونا وايرس نه تازه مړينې نه دي شوي خو تراوسه پورې ترې درې، درې تنه مړه شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG