لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

 د نړۍ ګڼې سیمې د کورونا له لاک ډاون څخه د وتلو په حال کې دي


واشنګټن: د ټرمپ اداره په یو شمېر نویو لارښونو باندې غور کوي چې څه ډول پړاو په پړاو سوداګریزې چارې، ښونځي او کلیساوې بېرته پرانیزي.

همدارنګه تر پخوا په ډېر شمېر والیانو د کورونا وایرس له امله د لګېدلي لاک ډاون د نرمولو لپاره خپل پلانونه په ډاګه کړي.‌

امریکايي چارواکي وايي، دغه لارښونې چې په امریکا کې د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز یا سي ډي سي لخوا لیکل شوې دي د بېلا بېلو کارونو د بیا پرانېستلو په اړه بشپړ مالومات لري.

امریکايي رسنیو دغه لارښونې چې د ګل یا دوشنبې په ورځ یې وړاندیز شوی لیدلي دي. په دوی کې د دفترونو د هغې خونې تړل چې کارکونکي پکې د تفریج لپاره سره راټولېږي، په رسټورانټونو کې د یک بار مصرف مینو ګانو کارول او د ډلیزو مذهبي مراسمو ځنډول شامل دي.

چارواکي وايي، په لارښونو کې بیا هم بدلونونه راتلای شي.

د ټکساس ګورنر ګریګ ایباټ ویلی، د هغه ایالت به د جمعې په ورځ کرار کرار د بیا پرانېستلو بهیر پیل کړي، داسې چې رسټورانټونو، سټورونو او سینماګانو ته د ۲۵ فیصده مشتریانو د اخیستلو اجازه وي.

د میزوري ګورنر مایک پېرسن وايي، په سوداګریزو چارو او ټولنیزو غونډو کې د یو او بل تر منځ د فاصلې له ساتلو سره به په راتلونکې اونۍ کاروبارونه پرانېستل شي.

د نورو ایالتونو پر خلاف په کورونو کې د پاتې کېدو په حکم کې له نرموالي سره به خلکو ته اجازه وي چې جیمونو، د وېښتانو سالونونو، کلیساو او سپورتي مراسمو ته ولاړ شي.

د ګل یا دوشنبې په ورځ په مېنېسوټا، کولراډو، مسیسېپي، مونټانا او ټینیسي هم محدود کاروبارونه پیل شوي وو.

دوی له جیورجا، اوکلاهوما، الاسکا او جنوبي کېرولاینا سره د خلکو د نیمه بېرته عادي ژوند د پېلېدو له بهیر سره ملګري شوي وو.

روغتیايي چارواکي مخکې له وخت څخه د کاروبارونو د بیا پرانېستلو په اړه خبرداری ورکړی او زیاتو ګورنرانو ویلي، چې د بیا پرانېستلو بهیر به داسې عملي شي چې د خلکو خوندیتوب پکې په پام کې نیول شوی وي.

د لیوزیانا ګورنر جان بېل ایډوارډ د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، چې دی به په کورونو کې د خلکو د پاتې کېدو امر د مې د میاشتې تر ۱۵ نېټې پورې وغځوي ځکه په ځینو سیمو کې لا د کورونا وایرس په کابو کېدو کې پرمختګ نه دی لیدل شوی.

لوی څارنوالی ویلیم بار د ګل په ورځ د حکومت او یا سیمیزو چارواکو لخوا د محدودیتونو د لګولو په وړاندې د قانوني چلند ګواښ وکړ چې دده په وینا د خلکو له مذهبي او قانوني حقونو څخه سرغړونه ده.

بل پلو جاپاني چارواکو د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل،‌ کچېرې د کورونا واکسین جوړ نشي نو دا به سخته وي‌ ورته چې په راتلونکي کال کې د المپیک د لوبو کوربه شي.

ټاکل شوې وه چې د المپیک لوبې د روان کال په جولای کې ترسره شوی وای خو د کورونا وایرس د وبا له امله راتلونکې کال ته وځنډول شوې.

ګڼ هېوادونه دا مهال د کورونا د واکسین په جوړولو باندې کار کوي خو پوهانو خبرداری ورکړی چې د واکسین جوړولو، ازمویلو او بیا تولید یې ښايي له ۱۲ څخه تر ۱۸ میاشتو پورې وخت ونیسي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د څانګې مشر مارک لوکاک په نړۍ کې له کورونا ځپلو او غریبو خلکو سره د خوراکي توکو او روغتیايي مرستو لپاره دې ۹۰۰ بیلینه ډالره مرسته وشي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ مشر تیدروس ګبریاسس له اروپايي هېوادونو څخه چې دا مهال د لاک ډاون په نرمولو باندې کار کوي غوښتي دي چې د کوېډ ۱۹ هره پېښه دې پیدا، جلا، ټست او تداوي کړای شي تر څو د کورونا په پېښو کې شته کموالی دوام وکړي.
هغه د ګل په ورځ په جینوا کې وویل،‌ چې د کورونا وبا له پای ته رسېدو څخه لا هم لېرې ده او دوی دا مهال په افریقا، ختیځې اروپا، لاتینې امریکا او ځینو اسیاسيي هېوادونو په اړه اندېښنه لري.

هغه دغه خبرې وروسته له هاغې وکړې چې په ایټالیا، اسپانیه، جرمني او یو شمېر نورو برخو کې په لاک ډون کې نرموالی راغی.

فرانسه چې د کورنا وایرس له امله سخته ځپل شوې او تر ۲۳۰۰۰ زیات کسان پکې مړه شوي دی د نهې یا سې شنبې په ورځ به د بیا پرانېستل کېدو پلان اعلان کړي.‌

په نړۍ کې په کورونا وایرس باندې د اخته کسانو شمېر له درې میلیونه او ۸۰۰۰۰ او پرې د مړو شمېر له ۲۱۲۲۶۵ څخه زیات شوی دی.

یواځې په امریکا کې په کورونا وایرس باندې یو میلیون او لس زره کسان اخته او ۵۶۸۰۳ کسان مړه شوي دي.‌

XS
SM
MD
LG