لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا وايرس پېښې په ريکارډ کچه سېوا شوي


د سرکاري شمېرو ترمخه په تېر شوا روز کې نور ۲۶ کسان د کرونا وايرس نه مړه شوي او په نورو ۸۰۶ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

د کرونا وايرس نه په ملک کې د مړو شمېره ۳۲۷ او اغېزمنو شمېره ۱۴ زره ۸۷۸ ته رسېدلې او ۳۴۲۵ کسان ترې صحتمند شوي دي.

دا په پاکستان کې په لمړي ځل په کوم يو شوا روز کې په ريکارډ کچه د کرونا وايرس پېښې مخې ته راغلي دي.

خېبرپښتونخوا

خېبرپښتونخوا بیا هم هغه صوبه ده چې د کرونا وايرس نه پکې تر ټولو زيات مړي شوي په تېر شوا روز کې پکې نور لس تنه د کرونا وایرس نه مړه شوي چې ورسره په صوبه کې د مړو ټوله شمېره ۱۱۴ ته رسېدلې ده.

په ۲۴ ساعتونو کې په صوبه کې د کرونا وايرس نورې ۱۷۶ پېښې مخې ته راغلي چې ورسره د صوبې ټوله شمېره ۲۱۶۰ ته رسېدلې ده.

په صوبه کې ۵۶۲ کسان د کرونا وايرس ښه شوي هم دي.

پنجاب

په پنجاب صوبه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نهه تنه د کرونا وايرس نه مړه شوي چې ورسره په صوبه کې د مړو ټوله شمېره ۱۰۰ ته لوړه شوې ده.

په نورو ۱۸۷ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او په صوبه کې د اغېزمنو شمېره ۵۸۲۷ ته رسېدلې ده.

سند

په سند صوبه کې په تېر شوا روز کې نور اووه تنه د کرونا وايرس نه مړه شوي، د مړو ټوله شمېره ۹۲ ته رسېدلې ده.

په صوبه کې په نورو ۳۳۵ کسانو کې د کرونا وایرس پخلی شوی چې ورسره د صوبې ټوله شمېره ۵۲۹۱ ته لوړه شوې ده.

ویل شوي تراوسه پورې ۹۶۳ کسان په سند کې د کرونا وايرس نه ښه شوي هم دي.

بلوچستان

په بلوچستان صوبه کې نوي مړي نه دي شوې ۱۴ تنه مړه او په ۹۱۵ کسانو کې د کرونا پخلی شوی دی.

په اسلام کې څلور تنه مړه ۲۹۷ اغېزمن او ګلګت بلتستان کې درې تنه مړه او ۳۳۰ اغېزمن دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG