لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د کرونا وايرس نه د اغېزمنو شمېره د يو ميلين نه سېوا شوه، ۵۸زره ۳۵۵ مړه


د امريکې د جونز هوپکنز پوهنتون د شمېرې ترمخه په امريکا کې په لس لکه، ۱۲زره او ۵۸۳ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

د پوهنتون شمېرې ښايي په ملک کې کرونا وايرس ۵۸زره ۳۵۵ کسان مړه کړي او يو لک ۱۵زره ۹۳۶ ترې صحتمند شوي دي.

امریکې په ملک کې تراوسه پورې د کرونا وايرس مالومولو دپاره ۵۷لکه، ۹۵زره ۷۲۸ معاينات (ټېسټونه) کړي دي.

په عېن حال کې ويل کيږي چې د امریکا په ځينو رياستونو کې د کاروبارونو خلاصولو دپاره واړه واړه ګامونه هم پورته کول کيږي.

راپورونه د امریکا د صحت د ځينې چارواکو له قوله وايي دوی ګڼي چې په ملک کې د کرونا وايرس نه تراوسه پورې کومې شمېرې مخې ته راغلي ښايي دا شمېرې د اصل شمېرو نه کمې وي.

دوی وايي ښايي چې دا شمېرې به نورې هم سېوا وي خو رپوټ شوي نه دي او ټېسټونه کم شوي دي.

د پوهنتون د شمېرو ترمخه تراوسه پورې په نړۍ کې په ۳۱لکه ۱۷زره ۲۰۴ کسانو کې د کرونا وایرس پخلی شوی او دوه لکه ۱۷زره ۱۹۳ کسان ترې مړه شوي دي.

د امریکا وروسته په سپېن کې دوه لکه ۳۲ زره ۱۲۸ اغېزمن او ۲۳زره ۸۲۲ مړه شوي دي.

په اټلي کې دوه لکه ۱۵۰۵ اغېزمن او ۲۷زره ۳۵۹ کسان کرونا وايرس مړه کړي دي.

په فرانس کې د کرونا وايرس نه د اغېزمنو شمېره يو لک ۶۹زره ۵۳ او مړه شوي ۲۳زره ۶۹۴او په برتانيه کې يو لک ۶۲ زره اغېزمن او ۲۱زره ۷۴۵ ترې مړه شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG