لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند هنرمند عرفان خان مړ شو


د هند ياد هنرمند عرفان خان نن د شورو/ چهارشنبې په سهار په ممبۍ کې د ورپېښې ناروغۍ نه په حق رسېدلی دی.

۵۳ کلن عرفان خان د کېنسر په ناروغۍ اخته ؤ او دوه ورځې وړاندې په روغتون کې داخل کړی شوی ؤ.

عرفان خان د خپلې ناروغۍ (نيورو اېنډکراين ټيومر) د درملنې دپاره برتانيه ته تللی او تېر کال بيرته راستون شوی ؤ.

راپورونه وايي هغه څو مياشتې په يو فلم کار کولو او د فلم په وخت به هم د هغه طبعيت ناسازه کېدو.

د هندي رسنیو ترمخه دوه ورځې وړاندې د هغه طبعیت ناڅاپه خراب شوی او د ممبۍ کېلابين روغتون ته وړل شوی ؤ.

څو ورځې وړاندې د عرفان خان مور سعيده بېګم په راجستان کې په حق رسېدلې خو عرفان خان د لاک ډاؤن له امله د مور په وروستيو رسوماتو کې ګډون نه ؤ کړی.

ويل کيږي عرفان خان د ۱۰۰ پورې فلمونو کې کار کړی چې پکې هندي او انګريزي فلمونه هم شامل دي.

د عرفان خان په مړینه هنرمندانو لوبغاړو، فلم جوړؤنکو، سياستوالو او د ټولنې د هرې طبقې سره تعلق لرونکو د خفګان څرګندونه کړې چې يو عرفان خان يو تکړه هند او ځانګړی شخصيت يې درلود.

د هند پخواني ستوري لوبغاړي سچن ټنډولکر د عرفان خان په مړينه د حفګان څرګندونه کړې او ويلي يې عرفان خان يې د خوښې هنرمند او ټول فلمونه یې ورته کتلي وو.

هنرمندې پرېتي زنټا ويلي عرفان خان يو تکړه هنرمند ؤ تل به يې ياد ساتي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG