لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: چین غواړی چې دی د بیا ټاکل کېدو سیالي وبایلي


واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، دی باور لري، چې د چین لخوا د کورونا وایرس سره چلند یو دلیل دی چې پیکنګ به په نومبر کې د ټرمپ د بیا ټاکل کېدو څخه د مخنیوي په لاره کې له هېڅ هم و نه سپموي.‌

ټرمپ په سپینه ماڼۍ له رویټرز خبري ادارې سره په یوې مرکه کې ویلي دي، چې دی د کورونا وایرس له امله د چین پایلو ته په نورو لارو چارو باندې غور کوي.

هغه وویل، "زه ډېر څه کولای شم."

ټرمپ د کورونا وایرس په برخه کې ‌په چین باندې سختې نیوکې کوي د کوم له امله چې یواځې په امریکا کې ۶۱۶۶۸ کسان تر اوسه مړه شوي دي او د امریکا اقتصاد ورسره سخت ځپل شوی دی چې له امله یې د ټرمپ د بیا څلور کلنې دورې هیلې مړاوې کړې دي.

په ریپلېکن ولسمشر ټرمپ باندې د هېواد دننه داسې نیوکې کیږي چې د وایرس د خپرېدو په وړاندې یې امریکا پر وخت نه وه تیاره کړې خو ټرمپ وايي، چې چین باید د کورونا وایرس په اړه نړۍ ډېر مخکې خبره کړې واي.

کله چې له ترمپ څخه وپوښتل شول چې ایا د چین په وړاندې د ټکسونو په پورته کولو باندې فکر کوي نو هغه په دې اړه مالومات ور نه کړل، یواځې دومره یې وویل چې دی هر څه کولای شي.

خو ټرمپ وویل،‌ چې چین به له هرې لارې کار واخلی چې دی ټاکنې وبایلي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG