لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د مزدورانو نړیوال تنظیم: د نړۍ نیمایي مزدوران د روزګار بایللو له خطر سره مخ دي


واشنګټن ــــ د مزدورانو نړیوال تنظیم (ای ایل او) خبرداری ورکړی چې د کرونا وایرس په نتیجه کې د نړۍ په هېوادونو کې د لاک ډاون له کبله 1.6 اربه مزدوران د کار روزګار د بایللو له خطر سره مخ دي چې وایي دا د نړۍ نیژدې نیمایي برخه کارګر دي.

بل پلو ته د پاکستان غوندې هېوادونو د زیات اغېزمن کېدو خطره ځکه زیاته شوې ده چې پکې د مزدورانو ژوند له وړاندې نه له کړاو او ستونځو سره مخ دی او د ټولبند په نتیجه کې یې ګڼ شمېر مزدوران بې روزګاره شوي دي.

د مزدورانو نړیوال تنظیم وایي، په نړۍ کې د لاک ډاون په نتیجه کې په تېره یوه نیمه میاشت کې د شاوخوا دوه اربه ورځنیو کارګرو مزدوري ضایع شوه چې وایي دا د نړۍ ۶۰ فیصده برخه جوړوي. د دې تنظیم مشر ګای رایډر وایي:

"د بې روزګارۍ د بحران کچه او د هغه نتایج چې موږ درې اوونۍ مخکې څنګه اټکل کړي وو، زه فکر کوم چې اوس تر هغه لا شدت پسې اخلي".

د خیبر پښتونخوا د پلان او پرمختیا ادارې پخپل یوه رپورټ‌ کې ویلي، که په پاکستان کې ټولبند تر ۴۵ ورځو جاري و ساتیل شو نو تر دیارلسو لکو زیات مزدوران به بې روزګاره شي.

په پېښور کې د مزدورانو د خیر ښېګړې د یو تنظیم (لېبر ایجوکېشن ارګنایزېشن) یو غړی حسن آصاف وایي، بې روزګاره شوو مزدورانو ته اوس خوراکي توکي په څه نه څه شکل ورکول کېږي خو وایي دا به تر کومې پورې وي:

"خوراکي پېکجونه خو به د څو ورځو لپاره وي او دا هم په کورونو کې خوړل کېږي او ختمېږي، نو د دې لپاره مستقله تګلاره نه حکومت جوړه کړې ده او نه غیرسرکاري تنظیمونو جوړه کړې ده، که چرې لاک ډاون نور و غزېد نو په دې ملک کې به ډاکه او قتل و غارت زیات شي".

حسن آصاف وایي له حکومت سره تر 70 فیصده د زیاتو مزدورانو هیڅ معلومات نه شته چې دوی په کومو څانګو کې کار کوي ځکه هغوی ته رسېدای هم نه شي.

بل خوا د کمزوري صنعت په وجه تر 80 فیصده زیات مزدوران په غیررسمي څانګو کې ورځنۍ مزدوري کوي او په دې حالاتو کې هغوی تر ټولو زیات اغېزمن دي، خو صوبایي حکومت وایي له داسې مزدورانو سره د مرستې لپاره (احساس پروګرام) له وړاندې پیل شوی چې هر تن ته د میاشتې ۱۲ زره روپۍ ورکوي.

د صنعتونو او تجارت لپاره د خیبرپښتونخوا د وزیراعلی سلاکار عبدالکریم خان څو ورځې وړاندې وي او اې ډیوه ته وویل، چې د سټېټ بېنک په لارښوونه یې صنعکارانو ته په اسانه شرایطو قرضې ورکول پیل کړي دي چې مزدوران بې روزګاره نه شي.

خو د متحده لېبر فیډرېشن د پښتونخوا مشر محمد اقبال وایي، په دې صوبه کې حکومت له رسمي‌ مزدورانو سره هیڅ مرسته نه ده کړې:

"زموږ په صوبه کې د کرونا وایرس له کبله په مزدورانو ډېر منفي اثر شوی دی، خو له بده مرغه د حکومت چې د احساس پروګرام په حواله کومې هلې ځلې دي اورو چې په دې کې تر څه حده مرسته شوې ده، خو په خاصه توګه له مزدورانو سره هیڅ مرسته نه ده شوې".

محمد اقبال وایي د خیبرپښتونخوا په درو صنعتي‌ برخو ګدون امازۍ، حیات آباد او حطار کې د موجوده ټولبندیز له کبله کارخانې بندې شوې دي او په زرګونو مزدوران بې روزګاره شوي دي.

XS
SM
MD
LG