لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جرمني د لبنان ایران پلوه حزب الله ډله ترهګره اعلان کړه او بندیز یې پر ولګاوه


واشنګټن ــــ جرمني د لبنان وسلواله ډله حزب الله ترهګره اعلان کړې او پخپل هېواد کې یې د دې ډلې پر فعالیتونو له بندیز لګولو سره پر یو شمېر هغو مرکزونو او مسجدونو چاپې وهلې دي چې له دې ډلې سره تړاو لري.

تر دې وړاندې په جرمني کې د ایران پلوه شیعه وسلوالې ډلې حزب الله سیاسي فعالیتونو ته اجازه وه او شاوخوا 1050 کسانو یې په دې هېواد کې سیاسي فالیت کاوه خو پر وسلوال فعالیت یې بندیز وو.

اسرایلو د جرمني د دې ګام هرکلی کړی او له یورپي اتحاده یې هم غوښتي چې د جرمني لاره خپله کړي. ډېرو یورپي هېوادونو لا له مخکې پر حزب الله ډله بندیز لګولی وو.

د جرمني د رسنیو د خبر له مخې د جرمني پولیسو د دې هېواد په څلورو بېلابېلو ښارونو کې پر هغو څلورو جوماتونو چاپې وهلې دي چې ګومان کېږي له حزب الله ډلې سره تړاو لري. دغه چاپې په برلن، ډورټمنډ، بریمین او میونسټر ښارونو کې د پر مسجدونو وهل شوې دي.

د جرمني د کورنیو چارو د وزیر هورسټ زیهوفر ویاند په ګڼو ښارونو کې د پولیسو چاپې تایید کړې دي، خو دا یې نه دي ویلي چې په دغو چاپو کې د دې ډلې غړي هم نیولي او څه یې ترې تر لاسه کړي دي که نه.

د یورپي اتحاد د بهرنیو چارو وزیرانو اووه کاله مخکې په 2013م کال کې د حزب الله ډلې وسلواله څانګه ترهګره ګڼلې وه او بندیز یې ورباندې لګولی وو، خو د دې ډلې سیاسي څانګې تر اوسه په یورپ کې سیاسي فعالیتونه کول. د جرمني لپاره د امریکې سفیر رچرډ ګرېنل سږ کال پر یورپي اتحاد نیوکه کړې وه، چې ولې د حزب الله ډلې په وسلواله او سیاسي څانګه کې توپیر کوي.

برتانیې په تېر 2019م کال کې د حزب الله دواړه څانګې ترهګرلې وګڼلې. هالېنډ، جاپان، امریکا او کېنېډا، ګڼ شمېر عربو هېوادونو او عرب لیګ هم وار له مخه لا د دې ډلې پر دواړو څانګو بندیز لګولی او ترهګره یې اعلان کړې ده.

امریکا او اسرایلو له اوږدې مودې پر جرمني ټینګار کاوه چې حزب الله ډله ترهګره اعلان کړي. د رایټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو تېر کال پایتخت برلن ته د سفر په مهال ویلي وو، هیله لري چې جرمني هم د برتانیې غوندې پر حزب الله ډله بندیز ولګوي.

تر هغه وروسته د جرمني پارلمان د 2019م کال په دسمبر کې یو قرارداد منظور کړی وو،‌چې له مخې یې په شام کې د حزب الله ډلې فعالیتونه ترهګري ګڼلې شوې وه او د انجیلا مرکل له حکومته غوښتنه شوې وه چې حزب الله ډله ترهګره اعلان کړي.

پر حزب الله ډله تور دی چې پر یهودانو او اسرایلي وګړو یې ګڼ شمېر بریدونه کړي او د امریکې او اسرایلو ګڼ شمېر اثاثې یې په نخښه کړې دي. دا ډله د لبنان په سیاست، پوځ او ټولنیزو چارو کې زیاته فعاله ده او د دې هېواد لوی سیاسي او پوځي قوت ګڼل کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG