لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړنیز رپوټ: پاکستان او هند له سلګونو بهرنیو کمپنیو سره د ایټمي وسلو تجارت کوي


واشنګټن ــــ د رایټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د امریکې د څېړنې یوه اداره وایي، د پاکستان او هندوستان د ایټمي وسلو اخیستلو نیټورک تر هغه ډېر پراخ دی چې اندازه یې کېږي.

د دفاعي څېړنو دغه اداره (سنټر فار ایډوانس ډیفینس سټډیز) پخپل وروستي رپوټ‌ کې وایي، چې په سلګونو بهرنۍ کمپنۍ د صنعت په برخه کې له نړیوالې خلا په ګټې اخیستو سره په فعاله توګه د پاکستان او هندوستان د ایټمي پروګرام لپاره پرزې او نورې وسلې اخلي.

دې ادارې د ازادو سرچینو د معلوماتو په کارولو سره د دې نیټورک په اړه یو تفصیلي رپوټ وړاندې کړی، چې دغو دواړو رقیبو هېوادونو ته ایټمي وسلې ور لېږي. د دې څېړنیزې ادارې یو څېړونکی او د رپوټ شریک لیکوال جېک مارګولین وایي:

"هندوستان او پاکستان په نړیواله توګه د ایټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي هېوادونو تر منځ له موجودو فاصلو او د وسلو لېږلو له بندیزه ګټه اخلي او هغه څه تر لاسه کوي چې دوی ورته اړتیا لري".

جیک مارګولین وایي د موجوده عامو معلوماتو په بنیاد دا پرېکړه کول ډېره لږ ممکنه ده چې وویل شي آیا شخصي راکړه ورکړه یا سودا قانوني ده که غیرقانوني او وایي دا نه شي ویلای چې دغو کمپنیو د وسلو اخیستلو ځایي یا نړیوال قوانین او اصول مات کړي که نه.

رایټرز خبري ایجنسۍ وایي د وسلو اخیستلو په اړه د امریکې د دې څېړنیزې ادارې رپوټ ته د غبرګون ویلو لپاره یې هڅه وکړه چې د هندوستان د وزیراعظم نریندرا مودي او د پاکستان د وزیراعظم عمران خان د دفترونو د ویاندویانو دریځ څرګند کړي خو وایي هغوی ورته جواب ور نه کړ.

رایټرز وایي د پاکستان پوځ د خپل هېواد د ایټمي پروګرام په اړه په مهمو پرېکړو کې د سر کردار تر سره کوي،‌ خو وایي د پوځ دفتر هم ورته په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د امریکې څېړنیزه اداره وایي، د هغو کمپنیو د پېژندلو لپاره یې- چې په وسلو اخیستلو کې لاس لري- د عام تجارت او ټېکو په اړه د معلوماتو 125 میلینه دستاویزات وڅېړل او بیا یې وکتل چې هغوی مخکې له مخکې په امریکا او جاپان کې بهر ته د وسلو په کنټرول لیسټ کې شامل وو.

رپوټ وایي پاکستان- چې بهر ته د خپل ایټمي پروګرام پر لېږلو یې سخت بندیز دی- په بهر کې 113 د وسلو مشکوک اخیستونکي لري چې امریکې او جاپان په لیسټ کې شامل کړي دي، خو دغه څېړنیزه اداره وایي، د خپلو څېړنو په مهال یې 46 نور وسله اخیستونکي پیدا کړل، چې وایي زیات یې د بېړیو په مرکزونو لکه هانګ کانګ، سنګاپور او عربي اماراتو کې دي.

رپوټ وایي د خپلې څېړنې په مهال یې هغه 222 نړیوالې کمپنۍ هم په ګوته کړې چې له هند سره د وسلو تجارت کوي.

د پاکستان د ایټم بم جوړوونکي ډاکټر قدیر خان په 2004م کال کې منلې وه چې خپله ایټمي ټیکنالوجي یې پر شمالي کوریا، ایران او لیبیا خرڅه کړې ده.

هندوستان د وسلو اخیستلو له بندیزه ازاد دی او په نړیوال بازار کې د ایټمي ټیکنالوجۍ اوزار اخلي، خو ورسره د ایټمي انرجۍ نړیوالې ایجنسۍ ته اجازه ورکوي چې د دوی د اخیستلو شوو ځینو وسلو جایزه واخلي.

پاکستان او هندوستان دواړو د ایټمي وسلو د مخنیوي هغه نړیوال تړون نه دی لاسلیک کړی چې د نړۍ د ډېرو ایټمي طاقتونو تر منځ شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG