لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: کورونا وایرس د چین له یو لابراتوار څخه خپور شوی


واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د زیارت یا پنچشنبې په ورځ وویل، داسې استخباراتي مالومات یې لیدلي چې ښيي کوېډ ۱۹ د چین د ووهان ښار له یو لابراتوار (لېباټرۍ) څخه سرچینه اخیستې.

کله چې له ټرمپ څخه په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو لخوا وپوښتل شول چې ولې ټرمپ په دې خبره دومره ډاډه دی نو هغه وویل، "ما ته اجازه نشته چې دا تاسو ته ووایم."

ټرمپ زیاته کړه، یا چین د دغه وایرس مخنیوی نشو کولای او یا هم چین خپرېدو ته پریښی دی.

تر دې وړاندې، د ملي استخباراتو د مشر دفتر په یو خپور کړي بیان کې ویلي، چې د امریکا استخباراتي کمېټې د پراخو ساینسي مالوماتو له ارزولو وروسته وايي، چې کورونا وایرس د انسان په لاس نه دی جوړ شوی او نه هم پکې کوم جینیتیکي بدلون رواستل شوی.

دوی دا هم ویلي و چې استخباراتي ادارې به په دې اړه نور هم په هغو مالوماتو کار او څېړنې وکړي چې دا په ډاګه شي چې ایا دغه وایرس له ناروغو ځناورو څخه خپور شوی او که د وهان په یو لابراتوار کې په یوې تصادفي پېښه کې خپور شوی.

کورونا وایرس لومړی ځل په ووهان کې موندل شوی وو. تر اوسه پورې په نړۍ کې نږدې ۳.۳ میلیونه کسان پرې اخته او لږ تر لږه ۲۳۰۰۰۰ کسان پرې مړه شوي دي.
په امریکا کې یې تر ټولو زیاتې پېښې موندل شوي چې ۱.۱ میلیون ته رسېږي او کابو ۶۴۰۰۰ کسان ترې مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG