لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي وزیر وایي د تره زوی یې عارف وزیر په وسلوال برید کې سخت ټپي او ژوندی دی


واشنګټن ــــ نن د جمعې په ورځ د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر یوه فعال عارف وزیر وسلوال برید شوی چې پکې هغه سخت ټپی شوی دی او دا مهال له واڼه څخه ډېره اسماعیل خان روغتون ته پر لاره په ایمبولینس کې دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال نایب خان وي او اې ډیوه ته د علي وزیر یو ږغیز کلیپ را لېږلی، چې پکې علي وزیر وایي، لومړی یې د غلطو معلوماتو په بنیاد د عارف وزیر د مړینې خبر خپور کړی وو، خو وایي هغه سخت ټپي دی:

"دی درې څلور ګولۍ په لاس، په مټ او په سر لګېدلی دی، تر اوسه ژوندی دی او ډاکټرانو ورته ویلي دي چې نورو هسپتالونو ته یې یوسئ، اوس یې په لارې را روان کړی دی، امید دی چې خدای پاک ژوند ورکړي".

عارف وزیر ورور سراج وایي، کور ته نیژدې یې د تورو ښیښو په یوه موټر کې سپرو وسلوالو پر هغه ډزې کړې دي، خو تر اوسه چا پر هغه د برید ذمه واري نه ده منلې.

د علي وزیر خبرې په لاندې لینک کې اورېدلای شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:01:44 0:00
Direct link


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG