لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مارک اېسپر: د افغانستان د سولې عمل هغومره ګړندی نه دی څومره چې تمه کېده


د امريکې د دفاع وزير مارک اېسپر ویلي د افغانستان د سولې عمل هغومره ګړندی نه دی څومره چې تمه کېده، ځکه طالبان په دغه جګړه ځپلي هېواد کې په تشدد کمولو کې پاتې راغلي دي.

اېسپر د ګل/دوشنبې په ورځ ويلي دغه عمل د ټاکلي وخت نه وروسته دی او مونږ د دواړو فريقو سره دومداره خبرې کوو چې دوی د لوظنامې د پوره عملی کولو په لړ کې کومه اړتيا لري.

چارواکو متحاطه تمه لرله د امريکا او طالبانو ترمنځ د فرورۍ په مياشت کې شوې توافقنامه به بېن الافغاني خبرو ته لار هواره کړي، د سولې نوی بنياد به کېښودی شي او په افغانستان کې د کلونو جګړه به ختمه شي.

خو دغه بېن الافغاني خبرې د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله د سياسي اختلافاتو ښکار شوې وې.

د مارک اېسپر په وېنا طالبانو ويلي چې په نړیوالو ځواکونو به بريدونه نه کوي خو دوی په افغان ځواکونو بريدونه سېوا کړي دي.

هغه ویلي د طالبانو لخوا تشدد نه دی کم شوی.

د پېنټاګون وياند جوناتهن هوفمن د جمعې په ورځ ویلي، د طالبانو لخوا د نه منلو وړ په لويه شمېره کې بریدونه کېدل د سفارتي حل لارې دپاره مناسب نه دي.

بل لور ته د امریکې مرکزي کمانډ (سېنټکام) د ګل په ورځ ويلي نور به د منځني ختيځ او افغانستان کې د هوايي بريدونه مالومات نه خپروي.

د سېنټکام وياند ویلي دغه بدلون د سفارتي اړيکو اندېښنو له امله راوستی شوی چې د بريدونو په اړه رپوټ د افغانستان د سولې په لړ کې د طالبانو سره روانې خبرې اغېزمنې نه کړي.

دغه هوايي ځواک د کال ۲۰۱۳م راهسې د میاشتې په سر د هوايي ځواک د عملياتو رپوټ خپروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG