لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتین: د عارف وزیر د قتل مقدمه به د ادارو په مشرانو کوو


واشنګټن ـــــ د پښتون تحفظ موومېنټ مشر منظور پښتين ويلي د عارف وزير د قتل مقدمه به د پوځ او د رياست د مشرانو خلاف درج کوي او د دې د پاره به په ملک دننه او په بهر نړۍ کې تحريک چلوي.

ښاغلي پښتين د نهې- سه شنبې په ماښام په خپله فېسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه په وينا کې وويل، د عارف وزير د وژنې ايف ای آر به د ادارو د مشرانو خلاف کوي ځکه چې د هغه په وينا دا هر څه د پوځ او د رياست د سربراهانو په ښوونه کيږي.

په دې اړه د پوځ د اړخه لا څه نه دي ويل شوي البته د اطلاعاتو د مرکزي وزير شېبلي فراز نه چې کله يو ځايي خبريال وپوښتل چې د عارف وزير په وژنه يې حکومت ولې چپه خوله دی نو ښاغلي فراز وويل:

"زه په دې حقله هیڅ معلومات نه لرم، چې تفصیل تر لاسه کړم نو په دې اړه به بل وخت معلومات درکړم".

د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر تېره ورځ ويلي وو، د پېښې تحقيقات يې پيل کړي او په ورځ دوه کې به د پلټنو تفصيل ولس ته ښکاره کړي.

د پي ټي ايم د مخکښ عارف وزير د وژنې خلاف د احتجاجي لړۍ پيل کولو په موقع منظور پښتين په پښتنو افسرانو، عالمانو او نورو مخورو غږ کړی، بايد د پښتنو په خاوره روان ناورين دې په پام کې ونيسي چې دوی د پښتنو خلاف استعمال نه شي.

منظور پښتين وويل چې ‌‌‌‌‌‌ډېر پښتانه افسران که په امنیتي ځواکونو کې دي که په نورو نوکریو کې دي که پښتانه عالمان دي او چې څوک هم خپل اثر لري سوچ دې وکړي چې يواځې د نوکرۍ په خاطر مو څوک د پښتنو خلاف استعمال نه کړي.

د عارف وزير په وژنه د ملنډو او دروغو پروپیګنډې په اړه ښاغلي پښتين د پنجاب د ګورنر د رسمي ټویټر پاڼې ذکر وکړ او ويې ويل چې د عارف وزير وژنه په افغان اسخباراتي ادارو ور اچول نه يواځې د عارف وزير بلکې د پښتنو بې عزتي ده او پنجاب پرې جشن لمانځي.

البته د پنجاب د ګورنر افيشل پاڼې دغه ټويټ بد بللی او ژمنه يې کړې چې په دې اړه پلټنې وکړي چې څوک دغه پاڼه د ګورنر د بدنامۍ د پاره خو نه کاروي؟

منظور پښتين وويل د پښتنو سره د روان ظلم باوجود د پښتون ژغورنې غورځنګ د امن او انصاف غږ کوي او د لر او بر دواړو خواوو په پښتنو يې غږ وکړ چې په خپله خاوره د امن او سولې د پاره پورته شي او يو بل ته د اتفاق لاس ورکړي.

ښاغلي پښتين وويل د خپل پرامن تحريک نه په هيڅ قيمت نه په شا کيږي او د اييني حقونو جنګ به هم دغسې روان ساتي سره د دې چې وایي د ملک واکداران ورسره د پښتنو اييني حقونه هم نه مني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG