لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتنو ښځو آنلاین غونډه: د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې کمېشن دې د پښتنو د وژنو پلټنه وکړي


واشنګټن ـــــ د امریکې د پښتون کونسل او پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډه آنلاین غونډه کې لسګونو پښتنو مېرمنو د عارف وزیر وژنه وغندله او د پښتنو پر خاوره د جګړې د ختمېدو تر څنګ یې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د یوه کمېشن جوړېدو غوښتنه وکړه چې وایي په پاکستان کې د ترهګرۍ په نوم جګړه کې او تر هغه را وروسته د پښتنو د هدفي وژنو پلټنه وکړي.

په دې غونډه کې د امریکا، کېنېډا، برتانیې، او نورو یورپي هېوادونو تر څنګ له پاکستانه هم تر ۶۵ هم زیاتو مېرمنو د انټرنټ له لارې په آنلاین بڼه ګډون کړی وو. د پښتون ژغورنې غورځنګ د مهم مشر او فعاله عارف وزیر تر وژنې وروسته د افغانستان او پاکستان د بېلابېلو ښارونو په ګډون په ټوله نړۍ کې د پښتنو آنلاین احتجاجونه شوي دي.

د شنبې- خالي په ورځ آنلاین غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم وینا وکړه او د پښتنو مېرمنو مبارزه یې وستایله. ښاغلي پښتین وویل د ترهګرۍ موجد هغه څوک دي چې وار آن ټیرر [ترهګرۍ ضد جنګ] یې ایجاد کړی دی:

"په دې سیمه کې د امریکې خپل مفادات دي او د هغو په خاطر یې دلته ټول جنګونه کوي، پاکستان چې څوک هم په دونیا کې ویني چې ووایي جنګ دی، دی سمدستي ورته ووایي بیه یې څو ده؟ نورې علاقې ما لیدلې دي، دغه د ډالرو یو اوږد تسلسل چې را روان دی، داسې یو اوږد تسلسل زموږ د وینو هم ورسره روان دی".

آنلاین غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو بل وژل شوي فعال ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ هم وینا وکړه، چې پخپله هم له تېرو دوو کلونو راهیسې په دې تحریک کې فعاله ده. وړانګې په پاکستان خصوصاً د پښتنو په سیمو کې توندروي د پخواني پوځي آمر ضیاءالحق د پالیسیو تسلسل وباله:

"زما وطن یې په ډېر شعوري توګه د جنګ میدان ګرځولی دی، نن هم په ښکاره وسلوال که په هر نامه دي خو د پاکستان د ریاست له خوا پاللي دي او د وزیرستان، جنوبي پښتونخوا، شمالي پښتونخوا او منځنۍ پښتونخوا په ډېرو علاقو کې له وسلو سره ګرځي او زموږ د کار سړي وژني، پاکستان تل زه د طالب په نامه، د ترهګر په نامه، د باغي، غدار، کافر او د توهین رسالت په نامه ما وژلی یم".

د پښتون ژغورنې غورځنګ بلې فعالې غړې ثناء اعجاز پخپله وینا کې وویل، چې په پاکستان کې که هر پښتون وژل کېږي هغه که له کوم ګوند سره تړلی وي که نه، خو تش په دې وجه وژل کېږي چې هغه پښتون وي. ثناء اعجاز وویل:

"په پاکستان کې پاکستاني پوځ او د دوی نورو ادارو تر یو درځن زیات عملیات کړي دي چې په دې کې یې ځمکنۍ او اسماني دواړه وسلې استعمال کړې دي او په دغو کې ښځې، ماشومان او سیمه ټوله تباه و برباده شوې ده".

ثنا اعجاز وویل، پاکستان دې ومني چې د پښتنو دومره نسل وژنه شوې ده، په لکونو خلک یې وژل شوي دي، د جرګو د سر خلک یې وژل شوي‌ دي،‌معافي دې وغواړي او مخکې دې نور ځان له دې وساتي:

"له نړیوالو بشري سازمانونو او نورو ادارو دې دا غوښتنه وشي چې پر پاکستان سیاسي او اقتصادي بندیزونه ولګوي چې د پښتنو نسل وژنه ودروي، که داسې نه کوي نو پاکستان د پښتنو نسل وژنه نه دروي، بل دا چې پښتانه باید له دې ریاسته د نوې عمراني معاهدې غوښتنه وکړي".

په کېنېډا کې مېشتې صوفیې ازریې آنلاین غونډې ته وویل، مقصد یې د پاکستان ماتول نه دي بلکې په پاکستان او افغانستان کې امن او خوشالي راوستل دي. ازریې تور ولګاوه چې د پاکستان استخباراتي اداره ای ایس ای اوس په بهرنیو هېوادونو کې خپل مخالفین په هدف کوي:

"موږ د ظالمانو خلاف اواز اوچتوو او جرنېلان انسانان اوچتوي، وروستی حال دا دی چې پاکستاني پوځیانو بیرته طالبانایزېشن شروع کړی دی او باقاعده طالبان په علاقو کې اچوي، د عارف وزیر شهادت هم د پاکستاني پوځ د سټرېټېجک اثاثو له لاسه وشو".

لېمه شانزېب چې له سویډنه یې په دې غونډې کې ګډون درلود وویل، عارف وزیر د خپل انساني حقونو لپاره ووژل شو. لېمې له انټرپول څخه غوښتنه وکړه چې د پاکستان د پوځ څخه پلټنې وشي چې پښتانه ولې وژل کیږي؟ ولې ژوندي ورکیږي؟:

"زه د یوې افغانې مېرمنې په توګه دې ته تیاره یمه چې د ملګرو ملتونو مخې ته خېمه ووهمه او د خپل نسل او پښتنو د ژوند لپاره غږ پورته کړم".

د پي ټي اېم ملاتړې او د بشري حقونو فعالې ګلالۍ اسماعیل وویل: "مونږ ته نور شهادتونه نه دي په کار، مونږ نور ژوند غواړو".

نفیسه همدرد- مونږ نور باید خپل ماشومان هغو مدرسو ته ونه لیږو چې د مور او پلار او کورنۍ تر څار لاندې نه وي.

د امریکې په پنسلوانیا ایالت کې مېشتې اریانا بلوڅ وویل، نن چې ټولې پښتنې د دونیا راغونډې دي دوی غواړي چې ‌د پښتنو د وینو تویول ودریږي او د ملګرو ملتونو د حقایقو د پلټنو کمېشن جوړ شي او د پښتنو د ټولوژنې او هدفي وژنو پلټنې وشي:

"موږ ولې د ملګرو ملتونو او نړیوالو ادارو تر څارنې لاندې د حقایقو سپړلو د کمېشن غوښتنه کوو، دا ځکه چې په پاکستان کې مخکې هم عدالتي کمېشنونه جوړ شوي‌ دي‌ خو هیڅ نتیجې یې مخې ته نه دي راغلې".

په عارف وزیر د مۍ په لومړۍ نېټه په واڼه کې ناڅرګندو کسانو وسلوال برید کړی وو. هغه په سخت ژوبل حالت کې د مۍ په 2مه د اسلام اباد په پیمز روغتون کې ساه ورکړه او د په 3مه د واڼه په غوا خوا سیمه کې پخپله پلارنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د عارف وزیر د وژنې په اړه د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز څو ورځې وړاندې رسنیو ته وویل، چې په دې اړه هیڅ معلومات نه لري، خو د واڼه پولیس وایي مقدمه یې درج کړې او د هغه په وژنه کې په لاس لرونکو پسې یې پلټنه پیل کړې ده.

پي ټي اېم وایي د دوی په سیمه کې په روانه نا امنۍ کې له وسلوالو سره د پاکستاني پوځ‌ لاس دی. وي او اې هڅه وکړه چې په دې اړه د پوځ دریځ واخلي خو هغوی تر اوسه په دې اړه څه جواب نه دی ویلی.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG