لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:یو شواروز کې څه کم ۲۰۰۰کسان په کرونا وایرس اخته شوي


پاکستان کې په کرونا وبایي ناروغۍ څار لرونکی مرکز وایي په تیر یو شوارزو کې ۱۹۹۱نور کسان په دغه وایرس اخته شوي چې دې سره ګرد هیواد کې د کرونا د ناروغانو شمیره ۲۹۴۶۵ ته رسېدلې ده.

تر اوسه ۶۳۹کسان په دې ناروغۍ مړه شوي هم دي چې دې کې تر ټولو زیات کسان ۲۳۴ په خیبر پښتونخوا صوبه کې مړه شوي.

دپاکستان د روغتیا څانګه کې په کرونا ناروغۍ دڅار دپاره جوړ کړی شوي مرکز د اتوار په ورځ‌ پخپله ویب پاڼه ورکړو شمیرو کې ښکاره کړې ده چې په تیر یو شواروز کې ۲۱کسان په کرونا وایرس مړه شوي اؤ د۱۵۵ناروغانو وضعیت مرګونی ښودل شوی دی.

تر اوسه په خیبر پښتونخوا کې ۲۳۴ څلور زره ۵۰۹کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ ۲۳۴ مړه شوي چې د مړینو دا کچه د نور ټول پاکستان په پرتله لوړه ده.

پنجاب کې تر ټولو زیات کسان په کرونا وایرس اخته دي چې شمیره یې ۱۱زره اؤ ۸۳ ده،همدا شان سندهـ کې ۱۰زره ۷۷۱،بلوچستان کې ۱۹۳۵،اسلام اباد کې ۶۴۱،کلګت بلتستان کې ۴۳۰ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې ۸۶کسان په دې ناروغۍ اخته شوي‌ دي.

دصحت د نړیوالې ادارې د شمیر و له مخې د چین د ووهان ښار نه په خور شوي کرونا وایرس ټوله نړۍ کې ۴۱لکه ۱۹۳۹کسان اخته شوي چې دې کې ۲لکه ۸۰ زره اؤ ۴۵۱کسان مړه شوي اؤ شا وخوا ۱۴نیم لکه بیرته جوړ شوي دي

په امریکا کې له دې ناروغۍ د مړو شمېر اتیا زره ته نیژدې شوی او په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر دیارلس لکه څلوېښت زره اوښتی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG