واشنګټن: فیسبوک وايي، پاکستان په نړۍ کې له روسیې وروسته په دغې پاڼې باندې د محدودیتونو لګولو له پلوه دوهم ځای لري.
د فیسبوک ټرانسپېرنسي په نامه یو راپور وايي، پاکستان په نړۍ کې دوهم نمبر هېواد دی چې په ۲۰۱۹ کال کې د فیسبوک پر توکو باندې تر ټولو زیات محدودیتونه لګولي وو.
د فیسبوک په دغه راپور کې چې د نهې یا سې شنبې په ورځ خپور شوی راغلي دي، چې په پاکستان کې فیسبوک ددغه هېواد له قوانینو سره د ټکر له امله مواد لېرې کړي دي نه د فیسبوک د قانون له مخې.
د فیسبوک ټرانس پېرنسي په نامه دغه راپور کې راغلي دي، چې د ۲۰۱۹ کال په لومړي نیمايی کې پاکستان فیسبوک ته د تر ټولو زیاتو موادو په اړه راپور ورکړی چې ۳۱ فیصده جوړوي.
فیسبوک وايي، دوی په پاکستان کې دننه د ۵۶۹۰ توکو باندې محدودیت لګولی چې دا د فیسبوک له قوانینو سره په ټکر کې نه وو بلکه یواځې پاکستان له خپلو قوانینو سره په ټکر کې بلل.
راپور زیاتوي، فیسبوک ۱۰۳ پاڼې، ګروپونه او اکاونټونه له فیسبوک او انسټاګرام څخه په پاکستان کې د انټرنیټي څار د شبکې په غوښتنه لېرې کړي دي.
خو فیسبوک وايي، دوی بیا ورسته پوه شول چې دغه شبکه د پاکستان د پوځ له کارکونکو سره تړلې وه.
په راپور کې راغلي دي، چې د پاکستان د مخابراتو (ټیلې کمیونېکېشن) چارواکي وايي، د فیسبوک دغه مواد یې ځکه لېرې کړي چې د سیمې له قوانینو څخه سړغونه بلل شوې.
دوی ویلي، په دغو توکو کې زیاتره یې، د پولیو د واکسین پر خلاف، مذهب ته سپکاوی،د عدالت خلاف، د بیلتون غوښتونکو د دفاع د ادارو په ملاتړ لیکل شوي توکي او هغه چې ددغه هېواد له خپلواکۍ سره په ټکر کې وو شامل وو.
د فېسبوک ټرانسپېرنسي په دغه راپور کې روسیه لومړی او مکسیکو دریم ځای لري.
د پاکستان د ډان ورځپاڼه لیکي، تېره اونۍ فیسبوک یوه شل کسیزه ډله ګمارلي وه چې په دې کار وکړي چې ټولنیزه رسنۍ څومره اغیزناکه کېدای شي او دا چې څه ډول پوستونه او ویناو ته به په فیسبوک اجازه وي او څه ډول به ترې لېرې کېږي.
په دغې شل کسیزه ډله کې یو پخوانی وزیر اعظم، د نوبل د جایزې ګټونکی او ګڼ حقوق پوهان او د بشري حقونو دفاع کونکي راغلي وو چې یو پکې پاکستانی وکیل او د ډیجېټلي حقونو د ادارې بنسټګر نغت داد هم وو.
دغه ډله به کارونکو ته یو چانس ورکوي چې په فیسبوک او انسټاګرام باندې د غلطو څېزونو د لېرې کولو اپیل وکړي او بیا دوی په غور سره د هغوی له کتلو وروسته د فیسبوک بورډ ته سپارښتنې وکړي.
دوی وايي، دا به سخته وي چې ټول اپیلونه وکتل شي خو دوی به هغو ته لومړیتوب ورکوي کوم چې د نفرت د وینا، ځورونو او د خلکو د امنیت او خوندیتوب په اړه وي.
په ګرده نړۍ کې ۲.۵ بیلینه خلک له سلو څخه په زیاتو ژبو فېسبوک او انسټاګرام کاروي.