لاس رسیدونکی لینک

 
په نیوزیلېنډ او تایلېنډ کې د کورونا نوې پېښې صفر شوي
تازه خبر

په نیوزیلېنډ او تایلېنډ کې د کورونا نوې پېښې صفر شوي


د نیو زېلېنډ لومړۍ وزیره جسیندا اردرن
د نیو زېلېنډ لومړۍ وزیره جسیندا اردرن

واشنګټن: په نیوزیلېنډ او تایلېنډ کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د کورونا یوه نوې پېښه هم نه ده رپوټ شوې او حکومتونه یې د لاک ډاون په نرمولو باندې کار کوي.

په نیوزېلېنډ کې د تېرو دوو اونیو په اوږدو کې څلور داسې ورځې وې چې پکې د کورونا یوه پېښه هم نه وه رپوټ شوې او دا په دغه هېواد کې د یوې میاشتې لګېدلي لاک ډاون بریالیتوب څرګندوي.

د تېرې زیارت یا پنجشنبې د ورځې راهیسې پکې د حالاتو د بېرته نورمال کېدو پر لور ګامونه اخیستل شوي او ځینې رسټورانټونو او دوکانونو ته د بېرته پرانېستلو اجازه ورکړل شوې ده خو له یوه او بل سره به د ټولنیزې فاصلې ساتل په پام کې نیسي.

په نیوزېنلډ کې د خوراکي توکو د پلورلو یوه کوچنۍ هټۍ
په نیوزېنلډ کې د خوراکي توکو د پلورلو یوه کوچنۍ هټۍ

په تایلېنډ کې د مارچ له پیل راهیسې دا لومړی ځل وو چې پکې د کورنا وایرس صفر شو.‌

حکومت یې له خلکو غوښتي چې له کور څخه د باندې وتلو پر وخت دې د ماسکونو تړلو ته دوام ورکړي او د جمعې په ورځ به دوی پرېکړه کوي چې نور څه ډول نرموالی راولي.

د پرمختګ د یوې بلې نښې په توګه اسټریا د شورو یا چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی له د جون په ۱۵ نېټه له جرمني سره په بشپړه توګه خپله پوله پرانیزي.

د مکسیکو د روغتیا شورا رغونه، کان کندنه او د موټرو جوړول له اړینو کارونو څخه شمېرلي او دا په دې معنی چې دوی به کولای شي خپل کارونه پیل کړي خو په نورو برخو به لا تر اوسه پورې بندیزونه وي.

د اروپا په ډیري هېوادونو کې به د کاروبارونو پرانېستلو ته اجازه ورکړل شي او د روغتیا چارواکي یې اندېښنه لري چې په چټکۍ سره د کارونو له پرانېستلو سره ښايي دغه وایرس بیا راتازه شي.

په امریکا کې د ساري ناروغیو کارپوه ډاکټر انټوني فاوچي د سېنېټ کمېټې ته وویل، چې اندېښنه لري چې کچېرې ایالتونه د بیا پرانېستلو پړاونو ته انتظار و نه باسي لکه که په پرلپسې د دوو اونیو لپاره د کورونا په پېښو کې کموالی و نه ویني نو له دې سره به دا وایرس بېرته زیات او خپور شي.

د امریکا د کالیفورنیا په لاس انجلس کې چې د امریکا تر ټولو ګڼ مېشته سیمه بلل کېږي او د وګړو شمېر یې لس میلیونو ته رسېږي تمه ده په کورونو کې د پاتې کېدو حکم هلته درې میاشتې نور هم اوږد کړای شي.

امریکا په ګرده نړۍ کې تر ټولو زیاته ځپل شوې چې په کورونا د اخته کسانو شمېر پکې ۱.۴ میلینه او د مړو شویو کسانو شمېر له ۸۵۰۰۰ څخه زیات شوی دی.

په روسیه کې یواځې د شورو یا چهارشنبې په ورځ تر ۱۰۰۰۰ زیاتې نوې پېښې رپوټ شوي.

په ګرده نړۍ کې په کورونا وایرس باندې د اخته کسانو شمېر له ۴.۴ میلینه او پرې د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۹۷۳۰۰ څخه زیات شوی دی.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG