لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان حکومت خلیلزاد ته: په انکار د طالبانو لاسونه د کابل برید د خلکو له وینو نه شي مینځل کېدای


واشنګټن ـــــ افغان حکومت د افغان سولې لپاره د امریکې د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر هغو تازه څرګندونو توند غبرګون څرګند کړی چې د کابل او ننګرهار د وروستیو خونړیو بریدونو پړه یې پر داعش ډلې ور اچولې ده.

د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح ښاغلي خلیلزاد ته په جواب کې ویلي، چې د طالبانو لاسونه په دې خبره نه شي مینځل کېدای چې هغوی په داسې بریدونو کې له لاس لرلو انکار وکړي. ښاغلي صالح پر ټویټر لیکلي:

"د داعش د جنوبي اېشیا مشر ابو عمر او د داعش خراسان ډلې مشر اسلم فاروقي زموږ په بند کې دي. ټکي سره پیوند دي، نه د طالبانو لاسونه او نه هم د هغوی داغي شعور په وروستۍ خونړۍ پېښه کې د ښځو، ماشومانو او نورو بېګناه خلکو له وینو مینځل کېدای شي".

زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ په درو پرله پسې ټویټونه کې تور پورې کړ، چې وایي د امریکې د حکومت د ارزونې له مخې د کابل او ننګرهار وروستي بریدونه داعش خراسان ډلې کړي دي، چې وایي مقصد یې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د یوه تړون مخالفت دی. خلیلزاد وایي دا ډله هڅه کوي په افغانستان کې د عراق او شام په څیر فرقوي جګړه وپاروي:

"داعش پر ولسي خلکو دغه راز شریرو بریدونو ته پرلپسې لېوالتیا ښودلې ده او افغانانو او نړۍ ته یو ګواښ ده. د داعش دام ته د لوېدلو او د سولې د ځنډولو یا ورته د خنډونو د جوړولو پر ځای، افغانان باید سره راغونډ شي چې دغه ګواښ ته ماتې ورکړي او د سولې د تاریخي فرصت پسې ورشي. نورې پلمې نشته".

د کابل او ننګرهار د بریدونو ذمه واري چا پر غاړه نه ده اخیستې او طالبان هم پکې نه یواځې لاس لرل ردوي بلکې دا پېښې یې غندلې دي، خو افغان حکومت یې پړه پر طالبانو ور اچوي. د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر هم د امریکې پر دې ارزونه شک څرګند کړی چې ګواکې دا بریدونه داعش ډلې کړي دي. ښاغلي عمر نن پر ټویټر لیکلي:

"د ځینو کورنیو او نړیوالو لیبرل څېړونکو دې زیاتېدونکي چلند او رجحان ته مو پام دی چې د کابل او ننګرهار په قتلِ عام کې د قرباني شویو خلکو د حالت پر ځای [له دغو بریدونو] د طالبانو انکار ته زیات ارزښت ورکوي، لکه تر ټولو مهمه برخه چې د طالبانو بې ګناه ثابتول وي، آیا داسې څه پټ پي آر قرارداد شته چې موږ ترې خبر نه یو؟".

بل لور ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن د جمعې په ورځ‌ یو ځل بیا په یوه خبرپاڼه کې د کابل د دشتِ برچي د ماشومانو پر روغتون او د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ پر جنازه په برید کې لاس لرل رد کړي او دواړه یې غندلي دي. ذبیح الله مجاهد لیکلي:

"دا پېښې د جنایتکارو او مغرض اړخونو کار دی چې غواړي د بې دفاع انسانانو له وژنو په ګټې اخیستو خپلو شومو موخو ته ورسېږي. موږ کلکه غوښتنه کوو چې د دغو بریدونو په اړه دې په جدي او شفاف ډول بې طرفه څېړونه وشي، چې د دغو سترو جایاتو د عاملینو له تورو مخونو پرده پورته او کلک حساب کتاب ورڅخه واخیستل شي".

ولسمشر غني دوې ورځې وړاندې هم او پرون یو ځل بیا د افغانستان دفاعي ځواکونو ته امر کړی چې د طالبانو په وړاندې د دفاعي حالت پر ځای د برید حالت خپل کړي. ولسمشر غني د پنجشنبې- زیارت په ورځ‌ په کابل کې له کمانډو ځواک سره د لیدو په مهال وویل، چې ځواکونه یې باید طالبانو ته خپل زور وښیي، خو طالبانو یې په جواب کې ویلي چې که هر ډول برید ورباندې وشي نو جواب ته یې په بشپړه توګه تیار دي.

XS
SM
MD
LG