لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان له صوبو غوښتي چې دسورلیو له ګاډو باید بندیز پورته کړي


دپاکستان وزیراعظم عمران خان د ټولو صوبو څخه غوښتنه کړې ده چې په لاک ډاؤن کرونا وایرس نه ختمیږي ځکه نو هغوئ دې د سورلیو ګاډو ته دجلند اجازه ورکړي.

دکرونا د وضعیت په هکله دجمعې په ورځ دپاکستان دولتي ټي‌ وي سره خبرو کې وزیراعظم عمران خان ویلي” که څوک مونږ ته باور راکولی شي چې دوؤ یا درېوؤ میاشتو کې به د لاک ډاؤن دلارې کرونا وایرس ختم شي نو مونږ اماده یو چې لاک ډاؤن ته دوام ورکړو خو داسې نه کیږي”

وزیراعظم عمران خان په صوبو د لاک ډاؤن د ختمولو داغږ په داسې حال کې کړی چې دپاکستان څلورو واړو صوبو په کاروباري فعالیت لګول شوي بندیز کې نرمښت راوستی اؤ له هغې راپدیخوا هیواد کې د کرونا د ناروغانو کچه په چټکتیا سره مخ په بره روانه ده.

پاکستان کې په کرونا د څار لرونکي مرکز اؤ د روغتیا محکمې د شمیرو له مخې یوازې د جمعې په ورځ په ګرد هیواد کې د کرونا نورې ۹۲۸ پېښې ثبت شوي اؤ‌ ۱۳کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.

دعمران خان په حکومت تیره ورځ دسینیټ غونډه کې هم سختې نیوکې شوې وې چې دلاک ډاون په اړه یې د ولس ذهنونه ګډوډ کړي دي خو عمران خان ویلي” مونږ نه شو کولی پرله پسې روزګارونه بند وساتو”

دعمران خان په وینا “تر راتلونکي یو کال پورې د کرونا وایرس د واکسین جوړیدو څه احتمال نشته ،کله چې هم مونږ لاک ډاون ختموؤ،د ناروغانو کچه به لوړیږي خو اوس به مونږ ته ددې وایرسو سره اوسیدل اؤ یو کال ګزاره کول وي”

وزیراعظم وویل د لاک ډاؤن څخه ۱۵کروړه خلک اغیزمن شوي اؤ طب پوهان باید ووایي چې مونږ ددغو اغیزمنو خلکو سره څه وکړو؟

هغه وایي “مونږ د احساس پروګرام په ګډون هر هغه کار وکړو چې پرمختللو هیوادونو هم نه دی کړی خو داسې به تر کومې کوؤ ،که ولس ته مو روزګار ورنکړو نو د کرونا څخه زیات کسان به له ولږې مړه شي”

د وړوکي اختر نه وړاندې پاکستان کې په کاروباري فعالیتونو کې د نرمښت له امله بازارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه سیوا شوې اؤ ډاکټران اندېښنې ښایي چې دا ګڼه ګوڼه د کرونا وایرس په چټکتیا سره د خوریدو لامل جوړیدای شي‌

XS
SM
MD
LG