لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا او بلوچستان سیاستوال وایي په قامي مالیاتي کمېشن کې د نورو صوبو ټاکلي کسان د دوی استازیتوب نه شي‌ کولای


د بلوچستان او خیبرپښتونخوا سیاستوال وایي، په لسم مالیاتي کمېشن کې د دوی د صوبو په استازیتوب ورته د داسې اقتصادي ماهرینو شاملول د منلو وړ نه دي چې هغه له نورو صوبو سره تړاو لري. د سیند حکومت هم دغه کمېشن غیرآییني‌ ګڼلی دی.

د پاکستان صدر عارف علوي په وروستیو کې د مرکز او صوبو تر منځ د قامي وسایلو د وېش لپاره لسم مالیاتي کمېشن جوړ کړی، چې په هغه کې د خیبرپښتونخوا لپاره مشرف رسول او د بلوچستان لپاره جاوید جبار ټاکل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې مشرف رسول د پنجاب د منډي بهاوالدین او جاوید جبار د سیند صوبې د مرکزي ښار کراچۍ اوسېدونکی دی. مشرف رسول د ډي ایم جي ګروپ افسر دی چې د پښتونخوا په سوات، بټګرام او هریپور کې اسسټنټ کمیشنر او د تېر حکومت په مهال د پي ای اې مشر پاتې شوی او جاوید جبار د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پاتې شوی دی.

په خیبرپښتونخوا کې مخالف سیاسي ګوندونه وایي، په صوبایي کمېټۍ کې موجوده غیرمقامي غړي د پښتون قام استازیتوب نه شي کولای او په آیین کې له بدلون پرته په قامي مالیاتي کمېشن کې بدلون راوستل د پاکستان آیین خلاف ورزي ده.

په پېښور کې د پاکستان مسلم لیګ ن ګوند یو مشر سبحان خان وایي، د پاکستان د ګډو ګټو د کونسل په پرېکړو کې ګوتې وهل د پاکستان سالمیت ته تاوان رسول دي:

"دا خو بیا هغه د ون یونټ زوړ تاریخ تکرارول او او د مشرقي پاکستان سانحه تازه کول دي، په دې کې د پاکستان استحکام او سالمیت ته هیڅ‌ فایده نه شته، دا خو شوی تقسیم دی په دې کې بیا ګوتې وهل نه دي پکار".

د قامي مالیاتي کمېشن او کمېټۍ په اړه مو د خیبر پښتونخوا د اقتصادي چارو له وزیر تېمور سلیم جګړه سره پرله پسې د تماس نیولو هڅې وکړې خو د حکومت موقف مخې ته رانغی.

د پاکستان صدر عارف علوي له خوا د جوړ شوي مالیاتي کمېشن کار د مرکز او صوبو تر منځ د وسایلو د وېش لپاره د نویو فارمولو پر جوړولو اتفاق تر لاسه کول دي، په دې کمېشن کې د څلور واړو صوبو د خزانې وزیران او له ټولو صوبو یو- یو غړی او مرکزي د خزانې سیکرټر هم شامل دي.

د عوامي نېشنل ګوند یو مشر او پخوانی سنېټر زاهد خان وایي، له پنجاب سره تړاو لرونکی تن د پښتنو استازیتوب نه شي کولای. هغه وایي په آیین کې له بدلونه پرته په دې کمېشن کې بدلون نه شي راوستل کېدای:

"دا د بدقسمتۍ خبره ده چې پنجابی به راځي او هغه به په این ایف سي‌ ایوارډ کې د پښتنو نمایندګي کوي، دا څه چې صوبو ته تر اوسه ورکړل شوي دا په ترمیم ورکړل شوي‌ دي، چې تر څو دوی ترمیم نه وي کړی دا کمېشن دوی نه شي جوړولای، دا په اتلسم ترمیم کې واضح شوې ده".

زاهد خان وایي که مرکزي حکومت د قامي مالیاتي کمېشن د بدلون هڅو ته دوام ورکړ او یا یې په اتلسم آییني بدلون کې د لاسوهنې هڅه وکړه، نو عوامي نېشنل ګوند به یې په ضد احتجاج او مزاحمت کوي.

بل لور ته د بلوچستان اپوزیشن ګوندونو هم د حکومت دا ګام غندلی دی.‌ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبایي مشر سنېټر عثمان خان کاکړ د پنجشنبې- زیارت په ورځ د سېنټ په غونډه کې وویل، چې بلوچستان مقبوضه نه دی او د دې صوبې په استازیتوب د جاوید جبار ټاکل ورته د منلو وړ نه دي.

د تحریک انصاف ګوند له خوا نوی مالیاتي کمېشن به د مرکزي حکومت پر امنیتي خرچو، د قامي ادارو خساره، د قرضونو پر بیرته ادا کولو او د رعایتونو پر طریقه کار بحث کوي، خو اقتصادي څېړونکي وایي چې د نویو څلورو نقطو له منلو سره به پر صوبو مالیاتي فشار راشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG