لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېر ۹۰۳ ته ورسېد


په پاکستان کې د کرونا وايرس نه د مړينو شمېرې ۹۰۳ او د اغېزمنو شمېر ۴۲ زره ۱۲۵ ته رسېدلی دی.

په ملک کې په تېر شوا روز کې نور ۳۰ کسان د کرونا وايرس نه مړه شوي او ۱۳زره ۹۲۵ نوي ټېسټونه شوي چې پکې په نورو ۱۹۷۴ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

خېبر پښتونخوا کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره اوس هم تر ټولو سېوا ده.

او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په صوبه کې نور ۱۳ تنه چې په کرونا وايرس اخته ؤ مړه شوي او ورسره په صوبه کې د ټولو مړو شمېره ۳۱۸ ته رسېدلې ده.

په خېبرپښتونخوا کې په کرونا وايرس ۶۰۶۱ کسان اخته شوي چې پکې ۱۷۸۳ ښه شوي هم دي.

په سند صوبه کې د نورو نهه کسانو مړه کېدو سره د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۲۷۷ ده ورسېده، په صوبه کې په ۱۶زره۳۷۷ کسانو کې د کرونا پخلی شوی او ۴۲۰۹ ترې اغېزمن شوي دي.

په پنجاب کې هم کرونا وايرس اته تنه مړه کړي ټول مړي ۲۶۰ ته ورسېده، د اغېزمنو شمېر ۱۵زره۳۴۶ او ۴۹۱۸ ترې ښه شوي دي.

په بلوچستان کې د کرونا وايرس ۳۶، په اسلام اباد کې اووه او ګلګت بلتستان کې څلور تنه مړه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG