لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خليلزاد د افغانستان د سولې د خبرو دپاره بيا د دوحه او کابل په سفر تلی


د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړی استازی د کابل او دوحې په سفر تلی، هغه به په طالبانو د سولې د خبرو د توافقنامې عملي کولو د ټينګار ترڅنګ افغان چارواکو سره ويني چې په دغه لړ کې يې کوم ډول ګامونه پورته کړي دي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، خليلزاد د ګل/ دوشنبې په ورځ د دوحې او کابل په سفر روان شوی دی.

ويل شوي خليلزاد به د طالب استازو سره ويني د هغو سره به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د شوې توافقنامې عملي کولو دپاره د ګامونو پورته کولو په اړه خبرې او ټينګار کوي چې بېن الافغان خبرو ته لار هواره کړي او ورسره به د تشدد په کمولو هم خبره کوي.

ويل شوي هغه به په کابل کې د افغان مشرتابه سره ويني او ګوري به چې افغان حکومت کوم اړين ګامونه پورته کړي چې ورسره زر تر زره بېن الافغاني خبرې پېل کېده ممکن شي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي د افغان اولس او نړيوالې ټولنې د خواهش ترمخه امريکا ژمن ده او ملاتړ کوي چې د افغانستان د ۴۰ کالو راهسې روانه شخړه د سياسي لاره هواره شي او افغانستان بيا کله د نړیوالې ترهګرۍ دپاره پلېټ فارم جوړ نه شي.

وزارت زياته کړې چې خليلزاد به په خپل سفر کې د امریکا هغه دريځ مخ په وړاندې بوځي چې د افغان شخړې د ختمېدو دپاره ټولې ډلې يو ځای کښېني، د افغانستان د سیاسي راتلونکې دپاره خبرې او تړون وکړي.

خليلزاد په داسې وخت کې د کابل سفر کوي چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د پايلو وروسته د اشرف غني او پخواني اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله ترمنځ سياسي کړکېچ د واک په وېشلو سره هوار شوی دی.

امريکايي استازي د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د مصلحت هرکلی کړی او ورسره يې په عبدالله غږ کړی چې "ډاکتر عبدالله باید په بشپړه چټکتیا او بیړه خوځښت وکړي، او د اوسني افغان حکومت لخوا یې باید رښتونی ملاتړ وشي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG