لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا وایرس په اړه پر وخت د خبرتیا نه ورکولو بې پروایي ومنله


واشنګټن ـــــ د روغتیا نړیوالې ادارې د کرونا وایرس په اړه مخکې له مخکې د معلوماتو په خپرولو کې خپله بې پروایي منلې او باور یې ورکړی چې د دې وبایي ناروغۍ په اړه د خپل غبرګون هراړخیزه او ازادانه پلټنه به کوي.

پر ډبلیو ایچ او تور پورې کېږي چې د کرونا وایرس په اړه یې سمدستي نړۍ ته خبرتیا نه وه ورکړې ځکه دا وایرس له چینه ټولې نړۍ ته خپور شو او د لکونو انسانانو د مرګ او د میلینونو د اغېزمنېدو سبب شو.

امریکې د روغتیا پر نړیوال سازمان باندې د همدې غفلت له کبله خپله برخه بودیجه د لنډ وخت لپاره ځنډولې او اوس تازه ولسمشر ډانلډ ټرمپ بیا خبرداری ورکړی چې که دا اداره په یوه میاشت کې په دې برخه کې پرمختګ ونه کړي نو فنډ به دایمي ورباندې بند کړي.

د ګل- دوشنبې په ورځ د ډبلیو ایچ او کالنۍ غونډه د ویډیو لینک له لارې وشوه، چې په دې مهال د بېلابېلو هېوادونو مشرانو او د روغتیا وزیرانو له کرونا وایرس سره د مبارزې په تړاو د دې ادارې پر کردار کلکې نیوکې وکړې.

په غونډه کې شریک د امریکې د روغتیا وزیر الیکس آزر وویل، چې د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا وایرس په اړه د معلوماتو په تر لاسه کولو او پر وخت خپرولو کې په بشپړه توګه ناکامه شوې چې له کبله یې زیاتو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ډبلیو ایچ او په غونډه کې یورپي اتحاد یو قرارداد وړاندې کړ، چې پکې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره له نړیوالې ټولنې د بې طرفه، ازادانه او هراړخیزې ارزونې غوښتنه شوې وه.

د غونډې په مهال د ډبلیو ایچ او مشر ټیډروس ګیبریوس اډانم ومنله چې د کرونا وایرس په اړه ځینې بې پروایۍ او کوتاهۍ ځنې شوې دي. هغه د خپلې ادارې پر کردار د بیاکتنې د غوښتنې هرکلی وکړ.

ښاغلي ټیډروس وویل چې له تجربو څخه تر زدکړې وروسته به په مناسب وخت کې د ادارې کردار او چارو ته بیاکتنه وکړي، چې وایي له هغه وروسته به په ملکي او نړیواله کچه د دې وبا د مخنیوي د تیاریو په اړه سپارښتنې هم وړاندې کړي.

د غونډې په مهال د امریکې د روغتیا وزیر د چین نوم یاد نه کړ، خو تور یې پورې کړ چې وایي د دې وبا په پټولو کې د ډبلیو ایچ او یو غړي هېواد ښکاره کردار تر سره کړی، چې وایي له کبله یې ټوله نړۍ اقتصادي زیان سره مخ شوه.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېریس د روغتیا د نړیوالې ادارې په کالنۍ غونډه کې د وینا په مهال وویل، چې د کرونا وایرس بحران د نړۍ لپاره د ویښتیا ګنټۍ ده، وایي نړیوالې ټولې ته په اوسنیو حالاتو کې د یووالي اړتیا ده.

ښاغلي ګوتېریس وویل د کرونا وایرس د مخنیوي په برخه کې د هېوادونو تر منځ ډېر لږ یووالی لیدل کېږي، ځکه چې وایي بېلابېل هېوادونه بېلابېلې تګلارې خپلوي او کله کله خو دا تګلارې بېخي یو د بل ضد وي چې وایي له کبله یې د وایرس خطر لا زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو مشر وویل چې ډېرو هېوادونو د ډبلیو ایچ او سپارښتنې له پامه غورځولې دي چې له کبله یې دې وایرس ټوله نړۍ پخپلو منګولو کې اخیستې ده او کېدای شي نور هم خپور شو او دا اندېښنه هم ورسره تړلې ده چې دویمه څپه یې راشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG