لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا وايرس څخه په يوه ورځ کې تر ټولو زيات ۴۶ مړي شوي، اغېزمن د ۴۵زرو نه واوښته


په پاکستان کې په تېر شوا روز کې د کرونا وايرس څخه ۴۶ نور کسان مړه شوي دي، په پاکستان کې دا لومړی ځل دی چې د کرونا وايرس نه په يوه ورځ کې دومره زيات مړي شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې د ۴۶ نورو کسانو د مړه کېدو سره د مړينو ټوله شمېره ۹۸۵ ته ورسېده.

د دې ترڅنګ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ترسره شوؤ ۱۳زره۹۶۲ ټېسټونو کې په نورو ۱۹۳۲ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

په ملک کې د کرونا وايرس نه د اغېزمنو شمېره ۴۵زره۸۹۸ ته ورسېده او سرکاري شمېرې ښايي ۱۳زره ۱۰۱ کسان د دې ناروغۍ نه ښه شوي هم دي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وايرس نه زيات مړي په سند صوبه کې شوي چې شمېره يې ۱۹ ده، د دې شمېرې سره په صوبه کې د مړو شمېره ۲۹۹ ته رسېدلې ده.

په سند کې په ۱۷زره۹۴۷ کې د کرونا وايرس پخلی شوی او ۴۷۴۱ ترې ښه شوي هم دي.

د کرونا وايرس نه په تېر شوا روز کې ۱۱ تنه په خېبرپښتونخوا کې مړه شوي چې ورسره په صوبه کې د مړينو شمېره ۳۴۵ ته سېوا شوې ده.

په پښتونخوا کې د کرونا وايرس ۶۵۵۴ پېښې مخې ته راغلي او ۲۰۵۸ ترې صحتمند شوي هم دي.

کرونا وايرس ۱۶تنه په پنجاب کې مړه کړي دي. په پنجاب کې د وايرس څخه د مړو شمېره ۲۸۹ ته ورسېده. په پنجاب کې په ۱۶زره۶۸۵ کسانو کې د کرونا پخلی شوی او ۵۰۷۶ کسان ترې روغ شوي دي.

په بلوچستان کې د وايرس څخه د مړينو شمېره ۳۸ او اسلام اباد کې نهه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG