لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: #زه د کرنل ښځه يم، په سوشل ميډيا تاوده بحثونه


په پاکستان کې پرون په ټولنيزو رسنيو يوه ويډيو خپره شوې چې پکې يوه مېرمن پولیس ته وايي لاره (سړک) دې ورته ازاد کړي، هغه د کرنل ښځه ده.

په ويډيو کې ليدل کيږي پولیس سړک په بېرئير بند کړی او نور ګاډي هم ليدل کيږي چې ودرول شوي دي، خو دغه مېرمن د ګاډي نه راکوزيږي د پوليس سره خوله وهي او وايي هغه د کرنل ښځه ده د ارمي ښځه لار دې ورته پرانستل شي.

راپورونه وايي دغه پېښه په هزاره موټر وی مخې ته راغلې ده، ويل شوې د سړک په جوړېدو کار روان ؤ ځکه بند کړی شوی ؤ.

په ويډيو کې ليدل کيږي پوليس دغه مېرمن ته وايي چې صوبېدار يې ورته اجازت نه کوي چې لاره ازاده کړي او په ځواب کې مېرمن په قهر وايي "د صوبېدار به څه حيثيت وي، زه د کرنل ښځه يم".

وروسته دغه مېرمن په خپله د سړک ازادولو او پوليس د مخې نه لرې کولو او په خپله د ګاډي چلولو هڅه کوي دا ويډيو چې نزدې پينځه دقيقې (منټه) ده پکې يو تن وايي چې سهار په دغه د تلو په وخت هم دې مېرمن دغه رنګ رويه کړې وه.

په ټویټر ډېری کسانو دغه يو شان ټویټ کړی چې

"د روژې د میاشتې په ۲۷م مونږ (پاکستان) ازادي حاصله کړې وه. خو دا څنګه ازادي ده؟ د کرنل ښځې راته بيا احساس وکړو چې مونږ په ملک کې غلامان يُو. زه د پوليس د قانون د عملدارۍ ملاتړ کوم او د کرنل ښځې له شرم پکار دی".

ژورنالسټ عمېر سولنګي د پخواني وزيراعظم ذوالفقارعلي بټو د مېرمن عکس خپور کړی او ورسره يې ليکلي،

"دا د پاکستان د پخواني وزيراعظم ښځه ده چې په سر يې ګوزارونه خوړلي او د پوځي امرانو ظلمونه يې زغملي خوکله يې نه دي ویلي چې هغه د هغه تن ښځه ده چې دې ملک ته يې ائين ورکړی دی، خو ائين چې د پښو لاندې کوي هغه په بدمعاشۍ وايي زه د کرنل ښځه يم، د پوځي افسر زوی يم".

فعالې ګلالۍ اسماعيل په ټويټر ویلي،

"دا خاوره د هغو قومونو ده چې د زرګونو کالو راهسې پرې اباد دي، په دې د هغو خلکو د سياسي او معاشي واک حق دی، دا ملک به د پوځيانو او د هغو د ښځو د منګولو نه ازادول وي. زه نه پوهېږم چې دا خبره د يو عام پاکستاني ذهن ته ولې نه راځي چې خاوره يې يرغمال شوې ده".

جهاد افريدي نومې تن په فېس بک ليکلي،

"کرنل صېب ستا ښځه پينځه منټه يو عارضي چيک پوسټ نه شي زغملی، افسوس د فاټا مياندې، خوېندې اته اته ساعته په چیک پوسټونو ذليله کيږی".

په سوشل میډيا د ويډیو خبرېدو ته د پوځ لخوا کوم غبرګون نه دی ویل شوی.

خو ژورنالسټې غريده فاروقي په ټويټر ویلي،

"د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د هغې ويډيو نوټس اخيستی په کومه ويډيو کې چې په هزاره موټر وی په چيک پوسته د حاضر سروس پوځي افسر د ښځې بد سلوکي کوي. د اړونده افسر پرضد فوري عمليات پېل کړی شوي".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG