لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان خبریالان په بین الافغاني مذاکراتو کې د رسنیو د ازادۍ په اړه ډاډ غواړي


افغان خبریالان وايي، که چېرې افغانستان غواړي چې د رسنیو په برخه کې د نږدې شلو کالو پرمختګ له لاسه ور نه کړي نو د رسنیو ازادي باید له طالبانو سره د سولې د تړون مهمه برخه وي.

خبریالان وايي، دوی هغه وخت خفه شول کله چې د حکومت لخوا د سولې په جوړ شوي پلاوي کې چې حکومتي چارواکو او د افغاني ټولنې د بیلا بیلو برخو استازو په کې ګډون درلود د رسنیو استازي نه وو.‌

دوی په ځانګړې ټوګه په ښځینه خبریالانو باندې د هر ډول تړون د اغیزو په اړه اندېښنه درلوده.

د نرګس حورخش په نامه یوې افغانې خبریالې چې د تېرو اتو کالو راهیسې له یوې افغاني رسنۍ سره کار کوي، امریکا غږ ته وویل،

"مونږ خبریالان سوله غواړو خو په دې بیه نه چې مونږ باندې بورقې په سر کړي او یا دا چې د بیان داسې ازادي و نه لرو لکه چې اوس یې لرو."

تمه وه بین الافغاني مذاکرات په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د شوي تړون وروسته پیل شوې وې.

د دغه تړون له مخې، امریکا به خپل ټول سرتیري د طالبانو لخوا د امنیتي ضمانتونو په بدل کې په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان څخه وباسي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب له کمېټې (اې جې اس سي) څخه نجیب شریفي وویل، له جګړې څخه پاتې افغانستان کې د بیان د ازادۍ روښانه تعریفونه هېڅکله نه دي شوي.‌

هغه امریکا غږ پښتو څانګې ته وویل، "د دوحه په غونډو کې د حکومت د مذاکراتي ټیم لخوا د رسنیو او بیان د ازادي په اړه د مهمو سرو کرښو په توګه خبرې نه دي شوي."

هغه زیاته کړه، "له همدې امله مونږ اندېښنه لرو."

د افغان خبریالانو د خوندیتوب ټولنې هم په حکومتي چارواکو باندې نیوکې کړي چې له طالبانو څخه یې د بیان د ازادۍ په برخه کې د ضمانتونو اخېستل له پامه غورځولي او په دې کې پاتې راغلي چې خبریالانو ته هم په دغو خبرو کې ځای ورکړي.

افغان خبریال حامد حیدري چې د دوحې د خبرو له څنډو یې راپور ورکاوه امریکا غږ ته وویل، چې طالب پلاوي ویل چې دوی به یواځې د رسنیو هغه ازادي ومني چې شریعت ورته جواز ورکړی وي.

د چینل یو ټي وي مشر حیدري وویل،

"زه اندېښنې لرم او زه نه پوهېږم چې طالبان څه غواړي."

هغه وړاندې وویل، "مونږ له حکومت او نړیوالې ټولنې څخه په دې اړه سپیناوی غواړو چې د بیان ازادي او او د افغاني رسنیو لاسته د لاسته راوړنو ساتل به د سولې په خبرو کې د سرو کرښو په توګه پاتې کېږي.

وسلوالو طالبانو له ۲۰۰۱ کال څخه مخکې په ټي وي او سیمناګانو باندې د بندیز ترڅنګ حتی په راډیو د سندرو اورېدو ته هم اجازه نه ورکوله.‌

د طالبانو د شریعت غږ په نامه راډیو یواځې اسلامي پروپاګند کاوه او مېرمنو ته نه یواځې د کار کولو بلکه ښونځیو ته د تګ اجازه هم نه ورکول کېده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG