لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جمال خاشقجي زوي د پلار قاتلان وبخښل


د سعودي عرب د وژل شوي ژورنالسټ جمال خاشقجي زوي صلاح خاشقجي د پلار د قاتلانو د بخښلو اعلان وکړو.

جمال خاشقجي په کال ۲۰۱۸م کې په استنبول ښار کې د سعودي عرب قونصلګرۍ ته تللی او بيا ترې بيرته ژوندی نه ؤ وتلی.

د خاشقجي زوي صلاح په ټویټر ويلي، دوی هغه ټول خلک بخښي چې د پلار په وژنه کې يې ککړ دي.

هغه ويلي په مبارکه شپه د هغه د پلار قاتلان معاف کوي او چې چاته بخښه وکړي او جوړه وکړي الله يې اجر ورکوي.

جمال خاشقجي به د واشنګټن پوسټ دپاره ليک کولو او د سعودي عرب د شاهي کورنۍ سخت ناقد ؤ.

واشنګټن پوسټ تېر کال په خپل يو رپوټ کې ويلي ؤ چې صلاح خاشقجي او د هغه نورې کورنۍ ته د سعودي عرب واکمن د مياشتې په سر په زرګونو ډالره ورکوي او کور يې هم ورته ورکړی دی.

خو صلاح چې اوس هم په سعودي عرب کې دی دغه خبر رد کړی ؤ.

د امریکا استخباراتي ادارې سي ائي ای او ملګرو ملتونو د جمال خاشقجي د وژنې تور نېغ په نېغه د سعودي عرب په وليعهد شهزاده محمد بن سلمان لګولی ؤ، خو د سعودي عرب شاهي کورنۍ دغه تورونه رد کړي ؤ.

د خاشقجي د وژنې په قضيه کې په ۱۱ تنو فرد جرم لګول شوی او پينځه تنو ته پکې د مرګ سزا اورول شوې وه.

ترکي په خپلو پلټنو کې ويلي ؤ چې خاشقجي د يو پلان لاندې وژل شوی او د دغه کار دپاره د سعودي عرب نه ايجنټان لېږل شوي وو.

تېر کال د ستمبر په مياشت کې ولیعهد محمد بن سلمان منلې وه چې جمال خاشقجي د سعودي اینجټانو لخوا وژل شوی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG