لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"جهاز دکوزیدو په وخت ټالۍ وخوړې خو مونږ نه وؤ خبر چې تباه کیږي"دپي ایي ای پېښه کې دژوندي پاتې شوي محمد زبیر دسترګو لیدلی حال


کراچۍ کې دپي ایي ای تباه شوې الوتکه کې په معجزانه ډول ژوندی پاتې شوی تن محمد زبیر وایي په دغه الوتکه کې ناستو مسافرو ته په کراچۍ هوایي ډګر تر کوزیدو هیڅ معلومه نه وه چې ګنې په جهاز کې څه رقم خرابي پیدا شوې ده.

محمد زبیر چې دلاهور نه کراچۍ ته په تباه شوې الوتکه کې روان ؤ، وایي هغه د جهاز تباه کیدو وروسته دلس فټه اوچتوالي نه دانګلي اؤ پښه یې ماته شوې ده خو نور روغ جوړ دی.

دپاکستان بیلابیلو رسنیو سره خبرو کې محمد زبیر دالوتکې دننه هغه دسترګو لیدلی حال ویلی چې د الوتکې تباه کیدو په مهال یې لیدلی ؤ.

هغه وایي دلاهور هوایي ډګر نه دپي ایي ای دغه الوتکې دخپلې ټاکلې وخت په اساس ماسپښین یوه بخه کراچۍ ته الوت پیل کړو.

محمد زبیر وایي په الوتکه کې هغه اتم نمبر سیټ درلودو اؤ کراچۍ ته تر رسیدو هغوئ په هیڅ نه وؤ پوهه شوي چې ګنې په جهاز کې څه رقم خرابي پیدا شوې ده.

نوموړي ویلي کله چې الوتکه د کراچۍ په هوایي ډګر د کوزیدو په حال کې وه نو هغوئ ته وویل شول چې ټول مسافر باید خپل دسیټ بیلټونه یا پټۍ وتړي‌ ځکه چې جهاز په زمکه کښیني .

د محمد زبیر د وینا په اساس په زمکه د الوتکې دکښیناستو په وخت دغه الوتکې یو دوه ټالۍ وخوړې اؤ بیا پائیلوټ الوتکه دوباره هوا کې پورته کړه.

خو هغه وایي هغوئ ته بیا هم معلومه نه وه چې څه چل شوی خو ټولو مسافرو په الوتکه کې کلیمې، سورتونه اؤ دعاګانې شروع کړې .

د محمد زبیر وینا ده چې کله جهاز بیا له زمکې پورته شو نو د لسو نه تر پینځلسو دقیقو په هوا کې چورلیدو اؤ په دویم ځلي د کوزیدو دهڅې په مهال یو ځل بیا مسافرو ته اعلان وشو چې ځانونه باید خوندي کړي الوتکه زمکې ته کوزیږي.

خو هغه وایي بیا د دوؤ نه تر درېوؤ دقیقو لنډ وخت کې الوتکه تباه شوه.

نوموړی چې دا مهال دکراچۍ په سول روغتون کې دعلاج لاندې دی، وایي دجهاز تباه کیدو وروسته چې هغه له ځانه ګیر چاپیره وکتل نو هر لوري ته اور لګیدلی ؤ اؤ لویو اؤ وړو چغې ختلې.

“په داسې حال کې ما خپل سیټ بیلټ پرانستو اؤ چې اخوا دیخوا مې کتل نو رڼا مې ولیدله ،په دغه رڼا پسې روان شوم اؤ جهاز نه د راوتلو په غرض مې د ۱۰ فټه اوچتوالي نه زمکې ته دانګ ووهلو چې دهغې له امله مې پښه ماته شوې ده”

دغه الوتکه چې د جمعې په ماسپښین په ابادۍ غورځېدلې اؤ تباه شوې وه پکې دچارواکو په وینا ۹۷ کسان وژل شوي اؤ یوازې دوه تنه په معجزانه ډول ژوندي پاتې شوي دي.

پاکستاني رسنۍ وایي نن د کراچۍ دهوایي ډګر د رن وی یا سړک له لیدنې وروسته دهوابازۍ دڅانګې پلټونکو پخپل ابتدایي رپورټ کې ویلي چې د راکوزیدو په مهال د الوتکې د پائیو پرانستل کیدو ګیر بند پاتې شوی ؤ اؤ انجن یې په رن وی پسې راښکل شوی ؤ چې له دې امله یې انجن کار پرېښودی اؤ الوتکه تباه شوې ده

ځانګړې ویډیوګانې

څېړونکي: د پي ټي اېم یوه غوښتنه هم داسې نه ده چې پوره نه کړی شي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:45 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG