لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آنلاین غونډه: ادریس خټک او نور جبري بې درکه پښتانه دې وموندل شي


واشنګټن ــــ د مۍ د مياشتې په 22مه د پښتون کونسل امريکا/ کېنډا او پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا په انلاین بڼه یوه بله نړیواله احتجاجي غونډه وشوه، چې د پښتنو پر جبري بې درکۍ اندېښنه څرګنده کړه او د هغوی د موندنې غوښتنه یې وکړه.

غونډې ته په پاکستان کې له تېرو شپږو میاشتو د بشري حقونو د بې درکه شوي فعال ادرېس خټک لور طاليه ادرېس هم وينا وکړه، اغلې طاليه وویل، له تېرو څو مياشتو دا او ددې کورنۍ اندېښمن وو ځکه چې د پلار هېڅ خبر یې نه وو، خو وایي اوس چې ټول خلک د هغه په اړه غږ اوچتوي، نو دا نه يوازې دې ته بلکې د دې ټولې کورنۍ ته ډاډ او هیله ورکوي:

"د اختر په دې ورځو کې ما دا سوچ هم نه شو کولای چې دا به څنګه اختر وي چې خپله کورنۍ درسره نه وي، زه د هغو کورنيو سره هم همدردۍ لرم د چا د کورنيو د غړو سره چې دا عمل شوی وي. زه د هغوی د ماشومانو درد احساسولای شم چې څومره په تکليف کې به وي".

د کرونا وبا د خورېدو د مخنیوي په خاطر وخت په وخت د پښتنو فعالانو د آنلاین غونډو لړۍ لا دوام لري. د دې وروستۍ غونډې هدف په پاکستان کې د پښتنو فعالینو د بې درکه کېدو او هغوی ته د مرګ د ګواښونو په اړه نړیوالو ته خپل غږ رسول وو.

د دې غونډې کوربنه د پښتون کونسل امريکا او پي ټي اېم فعاله غړې سپوږمۍ مسید وه. دغې غونډې ته د (پي سي اې) او (پي ټي اېم) امريکا مشر ښاغلي رسول محمد وویل چې د غورځنګ د مرکزي کميټۍ غړي ډاکټر سيد عالم مسید ته د مرګ ګواښونه ورکول کېږي:

"د بشري حقونو فعال ادرېس خټک د تېر کال له نومبر میاشتې بې درکه دى چې د مرګ او ژوند يې هېڅ خبر نه شته نو ځکه مو دا غونډه جوړه کړه چې د نړۍ هر ګوټ ته خپل غږ ورسوو".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ ډاکټر سيد عالم مسید هم په دې آنلان غوڼده کې ګډون کړی وو، نوموړی دعوه کوي چې له تېرو پینځلس ورځو له نامعلومو شمېرو څخه ورته ټیلیفونونه کیږي او ورته د مرګ ګواښونه کوي:

"په پاکستان کې چې څوک هم د حق خبره کوي هغوي ته د مرګ ګواښونه ورکول کېږي او دا لړۍ د ډیرو کلونو راهیسې دوام لري".

د ادریس خټک لور اغلې طاليه د آنلاین غونډې برخوالو ته په اشارې وویل "ستاسو دا مرسته او غږ چې څنګه ما ته ډاډ او اميد راکوي دغسې به دغه نورو کورنيو ته هم ډاډګېرنه ورکوي چې اوس زه باور لرم چې زما بابا به راشي او هغوی ته به انصاف هم ورکړای شي ."

غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله غړې ثناء اعجاز وویل، د لر او بر پښتانه ډېر زغم لري، ځکه چې وایي دومره دردونه، دومره مرګونه د پښتنو په وطن او خاوره راغلل خو دوی لا ژوند کوي او زغم یې نه دی بایللی:

"د بې درکه کولو دا لړۍ د پخواني صدر پرويز مشرف په وخت کې پيل شوې ده، په پاکستان کې زياتره، قامپاله ، سياستدمداران، د بشري حقوقو غوښتونکي او لږ ډېر ترهګر جبري بې درکه کېږي. د حق غږ پورته کوونکي بې درکه کېږي، ادرېس خټک هم په هغې کسانو کې شامل دی چې د حق لپاره يې غږ پورته کړی دی".

ثناء اعجاز غوښتنه وکړه چې د ادرېس خټک لپاره دې پښتون کونسل امريکا / کنېډا د پاکستان سفارت ته خط وليکي او دا غوښتنه دې ترې وشي چې د ادرېس خټک کېس دې عدالت ته ورل شي:

"د هغه کورنۍ دې خبره کړل شي، د پاکستان د ایين شق ۱۰ او ۱۰ A دا وايي چې منصفانه مقدمه د هر وګړي ايني حق دی".

د پي ټي اېم فعالې وړانګې لوڼۍ هم دې غونډې ته وینا وکړه او ویې ویل چې مخکې به هم په پاکستان کې پښتنو ته د مرګ ګواښونه کېدل، بې درکه کېدل به، وژل کېدل به او د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو سره هم دا سلسله دوامداره ده، خو وایي‌ اوس د دې تحريک غړي دغه جبر نړۍ ته ښکاره کوي:

"په دې رياست کې ډاکټر سيد عالم مسود ته او که نورو کسانو ته د مرګ ګواښونه ورکول، بايد پښتون اولس د دې پر ضد سخت غبرګون ښکاره کړي، د مرګ نه پس مونږ لاريونونه او احتجاج کوو، بايد د يو کس په ژوند د هغه لپاره جدوجهد او مبارزه وکړو چې د مرګه يې وژغورو" .

غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ امريکا فعاله غړې اغلې اریانا کرزۍ وویل: "هر انسان تر يو وخت پورې ظلم وړلای شي ، ظلم زغملای شي خو يو وخت د ظلم په وړاندې ودرېږي او پر ضد یې ږغ پورته کوي او نن هغه ورځ ده چې هغه ظلم او جبر چې زمونږ سره په لر او بر کې شوی دی او لا روان دى، مونږ د هغې مخې ته دریږو".

د پښتون ژغورنې غورځنګ له مهمو غوښتنو څخه هم یوه هم عدالتونو ته د جبري بې درکه خلکو وړاندې کول دي، د دې تحریک په وینا د پښتونخوا او قبایلي سیمو زرګونه خلک په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې بې درکه دي خو د پاکستان د بې درکه خلکو سرکاري کمېشن دا شمېر ډېر لږ یادوي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG