لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا وايرس تازه شمېرې: مړه ۱۱۹۷اغېزمن ۵۷۷۰۵ ته رسېدلي


په پاکستان کې د کرونا په وايرس اخته نورو ۳۰ کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی، د تېرو ۲۴ ساعتونو د دغو مړو سره په ملک کې د مړو ټوله شمېره ۱۱۹۷ شوې ده.

د صحت د وزارت ترمخه په ملک کې په تېر شوا روز کې د کرونا وايرس مالومولو دپاره ټول ۷۲۵۲ ټېسټونه شوي چې پکې په ۱۳۵۶ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

د تازه شمېرو سره په ملک کې په ۵۷زره۷۰۵ کسانو کې دا وايرس مالوم شوي دي.

ويل شوي په ملک کې په ۲۴ ساعتونو کې په کرونا وايرس اخته ۸۳۲ کسان ښه شوي هم دي چې ورسره د دغه وايرس ښکار ښه شوؤ شمېره ۱۸زره ۳۱۴ ته رسېدلې ده.

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وايرس له امله نور لس تنه مړه شوي او په صوبه کې د ټولو مړو شمېره ۴۰۸ ته رسېدلې ده، په پښتونخوا کې د کرونا وايرس نه د اغېزمنو ۸۰۸۰ ته سېوا شوې او ورسره ۲۵۲۹ ښه شوي هم دي.

په پنجاب کې په تېر شوا روز کې نور ۱۵ تنه کرونا وايرس مړه کړي د ټولو اغېزمنو شمېره ۲۰زره۶۵۴ او ۶۱۲۴ ترې صحتمند شوي دي.

په سند کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يواځې دوه تنه چې په کرونا وايرس اخته ؤ مړه شوي او په صوبه کې ټول ۳۶۹ د دې وايرس نه مړه شوي دي دي. په سند کې په کرونا اخته ۷۹۷۳ ښه شوي هم دي.

په بلوچستان کې ۴۱ او اسلام اباد کې ۱۷ تنو د کرونا له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG