لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:‌ ملخان فصلونو ته خطر دي خو ملخان خپله هم خوراک جوړېډی شي


پېښور ـــــ په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د کر کروندې او خوراک شعبې ماهران وايي که د ملخانو مخنيوی ونه شو نو د دغو فصلونو تباه کوونکو ملخانو د لاسه په ملک کې د خوراک د کمي پېدا کېدو وېره ده.

په بلوچستان کې د ماحول او خوراک د تحفظ ادارې يو پخوانی کارمند او ماهر ډاکټر فیض کاکړ وايي که یو طرف ته د کرونا وبا او لاک ډاون د لاسه کار روزګار اغېزمن شوی دی نو بل طرف ته په ملک کې د ملخانو د لاسه د خوراک د کمۍ او د فصلونو د تباهۍ وېره پېدا شوې ده:

"قحطي ملخانو په دې وخت کې په جنوبي او سويلي دواړو اړخونو ته په فصلونو باندې يوه غټه حمله کړې ده، زه فکر کوم چې په نیژدې وخت کې د فود سېکيورټي يا د خوراک د کمي یوه غټه مسئله زمونږ په دې وطن په دې علاقه کې پېښه شي".

ډاکټر فېض وايي په دې وخت کې د سرکار مسئلې ډېرې زياتې دي، يو طرف ته دلته کرونا وایرس راغلی او لاک ډاون دی، نو له دې ټولو څيزونو سره دا نور هم سېوا شول، خو هغه وايي دا يوه مثبته خبره ده چې کروندګر په خپلو شخصي هڅو دوايانې اخلي او سپرې کوي.

د پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز وایي، د ملخانو خورک د اسلام له نظره جایز دی: "ملخان په هغو مرغانو کې نه حسابېږي چې خوراک یې جایز نه دی".

د ملګرو ملتونو د خوراک او کرکروندې ادارې هم د پاکستان د وروستي حال په اړه پخپل راپور کې ويلي چې د پاکستان په 38 فيصدي علاقه کې- چې 60 فيصده بلوچستان، 25 فيصده سیند او 15 فيصده پنجاب ده- قحطي ملخانو بچي راوړي دي او دلته یې نسل زیات شوی دی او د دې علاقو نه دا د ملک نورو برخو ته خورېدی شي چې له کبله يې ټول ملک کې د خوراک د کمي مسئله جوړېدی شي.

دغه ادارې د قحطي ملخانو د خطر سره مخ د پاکستان په شمول د نورو ملکونو د پاره هم د مالي امداد د پاره هلې ځلې شروع کړي دي او اندازه لګوي سږ کال په پاکستان کې د قحطي ملخانو د لاسه د ژمي د فصلونو لکه غنم او الوګانو ته د دوه کروړه شل لکه ډالرو برابر او د اوړي فصلونو ته څه د درې کروړه ډالرو برابر نقصان رسېدلی دی.

د خېبر پښتونخوا د زراعت پوهنتون يو استاد او ماهر پروفېسر ډاکټر سجاد احمد وايي، د څه ځایي طريقو او ټوټکو سره عام خلک د قحطي ملخانو خاتمه کولای شي. هغه وايي دا حلال دي نو خلک يې خوړلی هم شي او پولټري فارمونو يا د چرګانو فارمونو کې د چرګانو د خوراک دپاره هم دا راغونډولای شي او استعمالولی شي:

"زما دا وړاندیز دی چې مونږ د پولټري فارمز (چرګانو فارمونه) واله خلک وهڅوو نو دا د چرګانو د پاره يو غوره خوراک دی، په دې کې پروټين دي، دا د انسان د پاره هم حلال دی، پولټري فارمونو واله چې چرګانو د پاره کومه ونډه راوړي دا ورته د هغې نه ارزان پرېوځي".

ډاکټر سجاد وايي که د چرګانو فارمونو واله دا يو اعلان وکړي او خلکو ته ووایي چې تاسو د قحطي دا ملخان راوړئ مونږ به يې درنه اخلو، نو چې خلکو ته دا پته ولګي چې دا خو پېسې دي نو ټول خلک به راوځي او راغونډول به کوي چې ځان له پېسې وګټي.

وایي له دې سره به څه نه څه په دې کې کمی راشي. پکار دی چې د پولټري فارمونو واله خلک وهڅوي او يا چې سرکار او حکومت دومره پېسه لګوي نو دوی دې هم دغه شان وکړي.

که د قحطي ملخانو د خاتمې يا د دې د کارولو د پاره ډېرې لارې موندل کېدی شي، خو عام ولس او په خاصه توګه زميندارانو ته په دغو طريقو باندې د عمل د پاره د حکومتي مرستو او ملاتړ هم ضرورت دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG