لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش وايي، کورونا به د دوی دوښمنان د فرعون په څېر هلاک کړي


واشنګټن: داعش وايي، ددغې ډلې دوښمنان به په کورونا وبا داسې وځپل شي لکه په مصر کې چې فرغون په عذابونو کې هلاک شو.

دغه خبرداری د داعش د ویاند ابو حمزه القریشي لخوا په یوې ۳۹ دقیقه يي وینا کې چې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د هغوی په ټولنیزې رسنۍ باندې خپره شوې راغلی دی.

د یادې وینا سرلیک دی، چې "بي ایمانه خلک به په دې پوه شي چې څوک غوره خاتمه لري."

القریشي په یو بیان کې چې امریکا غږ ترلاسه کړی ویلي دي، "مونږ نن خوشحاله یو چې د الله عذاب په تاسو نازل شوی."

هغه وړاندې ویلي، "تاسو ته به سخته سزا زمونږ په لاسونو هم درکړل شي."

القریشي زیاته کړې، "تاسو چې نن څه وینۍ دا یواځې د سترو بدلونونو نښې دي چې مسلمان هېوادونه به یې په راتلونکو کې شاهدان وي."

دا په تېر اکټوبر کې د داعش د ویاند په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د القریشي دریم او د جنورۍ راهیسې لومړی پیغام دی په کوم کې چې هغه په عراقي حکومت باندې ملنډې وهلې وې او ددغې ترهګرې ډلې د زور او ځواک یادونه یې کړې وه.

د امریکا د ترهګرۍ ضد چارواکي به ددغه غږیز پیغام د کره والي تایید کوي خو دا د الفورقان فونډېشن په نامه د داعش د مرکزي رسنې لخوا خپور شوی.‌

څېړونکي وايي، دا غږ د القریشي د پخواني غږیز پیغام سره ورتوالی لري.‌

بله دا مهمه خبره دا ده چې دا پیغام په دې وروستیو کې ثبت شوی ځکه نه یواځې د کورونا د وبا یادونه پکې شوې بلکه په دې وروستیو کې په عراق او سوریه کې ددغې ډلې لخوا د شویو بریدونو، د طالبان او سره امریکا د تړون او په افریقا کې د داعش او القاعده ترمنځ د وروستیو لانجو یادونه هم پکې شوې.

څېړونکي وايي، دغه ثبت شوی پیغام په عراق او سوریه کې د داعش د هیلو د غوړېدو په درشل کې شوی ځکه د مارچ د میاشتې راهیسې د دوی بریدونه دوه چنده زیات شوي دي.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG